دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهازبکستان: افغانستان سره کلنۍ سوداګري ۳ میلیارد ډالرو ته رسوو

ازبکستان: افغانستان سره کلنۍ سوداګري ۳ میلیارد ډالرو ته رسوو

تاند:( یکشنبه، د عقرب ۷ مه) کابل ته د ننني سفر پر مهال د ازبیکستان د صدراعظم مرستیال جمشید خوجه ییوف، ویلي چې ازبیکستان له افغانستان سره د کرنې، ترانسپورت، رېل پټلۍ، سوداګرۍ، ترانزیټ، اوبو مدیریت او کانونو په برخو کې ګډې همکارۍ ته چمتو دی او په دغو برخو کې به د دواړو لوري تخنیکي کمېټې په ګډه سره کار وکړي.

هغه زیاته کړې ده، چې ازبیکستان ته د افغانستان د صارداتو د زیاتولو په اړه ازبیک لوري د سوداګرۍ لارې نقشه جوړه کړې، چې له مخې به یې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه شاوخوا درېیو میلیاردو ډالر ته ورسېږي.

د ازبیکستان پلاوي مشر ډاډ ورکړی، چې دوی افغان سوداګرو او موټر چلوونکو ته د وېزو په ترلاسه کولو کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړې، په نږدې راتلونکي کې به تاشکند کې افغاني محصولاتو نړېوال نندارتون جوړ کړي او همدارنګه چمتو دي چې په ترمذ کې افغان سوداګرو ته د سوداګرۍ یو لوی مرکز هم وسپاري.

له یاد شوي پلاوي سره جوړې شوې غونډې ته د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر ویلي، افغانستان د خپل اقتصاد محوره بهرني سیاست پر بنسټ غواړي چې د سیمې په ترانزیټ کې مرستندوی رول ولوبوي .

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ افغانستان د مرکزي آسیا له هېوادونو سره د سوداګرۍ او ترانزیټ په موخه د ازبیکستان له مسیرونو څخه زیاته استفاده کوي، نو په دغه مسیر کې د افغانستان پر محمولو باندې ترانزیټي فیس د نورو مسیرونو په مقایسه لوړ دی، چې موږ یې د کمېدو غوښتنه کوو.

دغه طالب مقام زیاته کړې، د دې لپاره چې افغانستان او ازبیکستان د سوداګرۍ متوازن بېلانس ولري؛ ښه ده، چې ازبیکستان ته د افغانستان صادرات د پام وړ زیات شي او په دې برخه کې ازبیکستان د افغانستان لپاره د ځانګړو ترجیحي تعرفو په پام کې نیولو سره په ځینو مواردو کې له استثنايي دوستانه تعامل څخه کار واخلي.

  د ازبکستان د صدراعظم مرستیال جمشید خوجه ییوف په مشرۍ د دغه هېواد یو لوړپوړی پلاوی نن کابل راغلی.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، د دغه سفر پر مهال د دوی چارواکو له دغه پلاوي سره د سوداګریزو، ترانزیټي او اقتصادي اړیکو سربېره د اوسپنې پټلۍ، ترانسپورت، په افغانستان کې د کانونو فني استخراج، د اوبو مدیریت، د کرنې پراختیا او همدارنګه په ازبیکستان کې افغان ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې د لوړو زده کړو زمینې برابرولو په اړه هر اړخیز بحث وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب