Homeخبرونهپه نورستان کې د جمهوري نظام د یوه امنیتي مقام د وژل...

په نورستان کې د جمهوري نظام د یوه امنیتي مقام د وژل کیدو په اړه ضدو نقیضې ادعاوې

تاند:( یکشنبه، د عقرب ۷ مه) د نورستان په دواب ولسوالۍ کې د جمهوري نظام د یوه امنیتي مقام د وژل کیدو په اړه بېلابېلې ادعاوې شوي.

په نورستان کې طالب چارواکو  په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې دعوه کړې چې تېر مازیګر د دوي استخباراتو د دواب ولسوالۍ په بجګل دره کې پوځي عملیات کړې او پکې يي  دمحب الله په نوم  مقاومت جبهې پورې تړلی قومندان وژلی دی.
خو د سیمې اوسیدونکي بیا وایي: چې محب الله په جمهوریت کې د محلې پولیسو قومندان و او اوس يي هیچا سره اړیکې نه درلودې.
ځایي سرچینو ویلي، د طالبانو په ډزو کې د محب الله بل ملګری هم وژل شوی او دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
د طالبانو مخالفې وسله والې ډلې ملي مقاومت جبهې بیا ادعا کړې، چې محب الله د دوی قومندان و او پر کور یې د شویو عملیاتو پر مهال ۶ طالبان وژل شوي او ۱۵ نور له دغې ډلې سره ملګري شوي دي.
طالبانو بیا دا ادعا رد کړې ده.
طالبانو د جمهوري نظام د دغه امنیتي مقام د وژلو او مقاومت ډلې سره یې د تړاو خبره داسې مهال کړې، چې ډېر ځله د دوی خلاف د جنګي ډلو د موجودیت ادعاوې بې اساسه بولي.
یو شمېر خلک بیا باور لري، چې طالبان لا هم د جمهوري نظام د منسوبینو خلاف غچ اخیستونکي بریدونه کوي او مقاومت ډله دوی سره د وژل شویو کسانو د تړاو د ادعاوو له تاییدولو سره نورو پخوانیو امنیتي منسوبینو ته خطر پېښوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...