پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهاروپايي ټولنې هېواد ته ستنیدونکو افغان کډوالو ته ۱۵ میلیونه یورو مرسته...

اروپايي ټولنې هېواد ته ستنیدونکو افغان کډوالو ته ۱۵ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه

تاند:( یکشنبه، د عقرب ۷ مه) اروپایي ټولنه وایي، خپل هېواد ته د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره یې ۱۵ میلیونه یورو نوې ځانګړې کړې ده.

ویل شوي، چې دا پیسې به د مهاجرت د نړیوالې ادارې (IOM) له لارې د هغو افغانانو لپاره وکارول شي، چې تازه خپل هېواد ته ستانه شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان او ایران له خوا پر بې اسنادو کډوالو او پناه غوښتونکو فشار زیات شوی او په زرګونو کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

دغه کډوال له ګڼو ستونزو شکایت لري او وایي پاکستان په لنډه موده کې ویستو ته اړ کړل، چې اوس تش لاس ګڼو ستونزو ته په ډاګ میدان پاتې دي.

پاکستان ویلي که له یو عشاریه ۷ میلیونه څخه ډېر دا افغان کډوال په خپله خوښه له دې هیواده ونه وځي نو له د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته به یې دوی په وړاندې عملیات پیل کړي.

له پاکستانه په زور او جبر د کډوالو د ویستلو پرېکړه د بېلابېلو نړیوالو سازمانونو او یو شمېر هېوادونو له نیوکو سره مخ شوې ده، خو پاکستان د دغې پریکړې پر عملي کیدو ټینګار کړی او ویلي، نرمښت پکې نه شي راوستلی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب