پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهپاکستان ته د افغان کډوالو د شتمنیو د مصادرې په اړه د...

پاکستان ته د افغان کډوالو د شتمنیو د مصادرې په اړه د یوه طالب چارواکي خبرداری

تاند:( یکشنبه، د میزان ۷مه) د هرات لپاره د طالبانو د والي مرستیال مولوي مهاجر فراهي پاکستاني چارواکو ته د هغو څرګندونو په ځواب کې خبرداری ورکړی، چې ویلي له دغه هېواده ویستل کیدونکي افغان کډوال ځان سره تر پنځوس زرو کلدارو زیاتې پیسې نه شي وړلی.

ویل شوي، چې دا څرګندونې د پاکستان د موقت حکومت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګتي کړي دي.

مولوي مهاجر فراهي د هغه په غبرګون کې ویلي، چې افغانان بې څوکه او بې پوښتنې نه دي، چې څوک یې پیسې او شتمنۍ وخوړلی شي.

د ده په وینا، د یوې انۍ پوښتنه به هم کیږي او پاکستان باید په دې اړه خبر واوسي.

معلومه نه ده، چې پاکستان له شړلو افغان کډوالو سره د دوی د شتمنیو او جایدادونو په برخه کې څه ډول چلند کړی دی؟

پاکستان ویلي که له یو عشاریه ۷ میلیونه څخه ډېر دا افغان کډوال په خپله خوښه له دې هیواده ونه وځي نو له د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته به یې دوی په وړاندې عملیات پیل کړي.

له پاکستانه په زور او جبر د کډوالو د ویستلو پرېکړه د بېلابېلو نړیوالو سازمانونو او یو شمېر هېوادونو له نیوکو سره مخ شوې ده، خو پاکستان د دغې پریکړې پر عملي کیدو ټینګار کړی او ویلي، نرمښت پکې نه شي راوستلی.

3 COMMENTS

  1. څوک به یې پوښتنه وکړي دوی خو د طالبانو په غوښتنه د پاکستان نه ویستل کیږي.
    خلک باید خپل نقصان د هغو پاکستاني مالونو چې مرکزي اسیا ته د افغانستان له لارې وړل کیږي پوره کړي. ددوی مالونه ضبط او لوټ کړي او که دا کار نشي کولی باید مالونه یې وسوزوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب