دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهپه اروزګان کې ۱۰ کلیوالي درس خونې سوځول شوي

په اروزګان کې ۱۰ کلیوالي درس خونې سوځول شوي

تاند (چهارشنبه، د جدي ۱۴ مه) راپورونه وايي چې نامعلومو کسانو تېره شپه په اروزګان ولایت کې یو شمېر کلیوالي ټولګي سوځولي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي چې دا پېښې د خاص ارزوګان ولسوالۍ په کوتزي، نکروز، چهاراسیاب او شیخه کلیو کې شوې دي.

کلیوالي ټولګي د ملګروملتو د یونسیف او همداراز د CIC او CBE موسسو له لوري د افغانستان په هغو سیمو کې تمویلېږي چې ماشومان یې د جګړو له کبله له زده کړو پاتې شوي دي.

په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان د جنوبي او جنوب لوېدیځو ولایتونو میلیونونه ماشومان له ښوونځیو محروم وو.

دا ډول ښوونځي عموماً د خلکو په کورونو کې فعال دي.

د راپورونو له مخې، د خاص ارزوګان په څلور کلیو کې لږترلږه ۱۰ درس خونې سوځول شوې دي.

تراوسه پورې د دې حملو مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

تر دې وړاندې تېره اوونۍ په کندهار کې د دوو ښوونځیو د سوځول کېدو خبر ورکړل شو خو طالبانو دا خبر وروسته رد کړ او ویې ویل چې په دغه ولایت کې کوم ښوونځی نه دی سوځول شوی.

2 COMMENTS

  1. سوځوی ستاسو ټولو د بی فرهنګه خلکو ښځی غی. میندی او خویندی مو په سپین بولدک کی غول کیږی دا هر څه ستاسو د بیسوادی او جهالت له وجی. ستاسو ماندینې غی چی هم مو اسلام نوم بد کړ او هم مو د پښتنو نوم په نړی وشرماوو.

  2. د ملانډیم شاګردان دي ، د جهالت او حماقت انتها.
    علیم د الله ج نوم دی . څوک چې د کتاب ، قلم ، ښوونځي او تعلیم دښمنان وي ، د هغوی په مسلماني کې هم شک دی . حب الوطن من الایمان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب