Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان او پاکستان د ریلارو ادارو د ترانس افغان د سروې...

د افغانستان او پاکستان د ریلارو ادارو د ترانس افغان د سروې پر پیلولو موافقه وکړه

تاند (چهارشنبه، د جدي ۱۴ مه) د افغانستان د ریللارو ادارې ريیس بخت الرحمان شرافت د پاکستان د ریلوې له مرستیال ظفرزمان رانجا سره په کتنه کې د ټرانس افغان پروژې د سروې د پیلولو په اړه خبرې وکړې.

ترانس افغان هغه پروژه ده چې ازبکستان وړاندیز کړې او پر اساس یې د افغانستان د حیرتان – مزارشریف ریللار تر پېښوره پورې غځول کېږي.

ازبکستان دې پروژې ته ډېر لېوال دی.

د افغانستان د ریللار ادارې د خبرپاڼې له مخې، ښاغلیو شرافت او رانجا په خپلو خبرو کې د دې پروژې د سروې د پیلولو پر سر سلا وکړه.

دواړو خواوو همداراز وویل چې افغانستان او پاکستان به له ازبکستان سره په ګډه د ترانس افغان ریللارې د جوړېدو لپاره د سروې لګښت پرې کړي.

ټاکل شوې ده چې د ټرانس افغان په نوم د مزارشریف – پېښور ریللار په ۵ کلونو کې بشپړه شي او منځنۍ اسیا د افغانستان له لارې له جنوبي اسیا سره وصل کړي.

د چارو د کتونکو په وینا دا پروژه هغه مهال د ټولې سیمې په افتصاد کې لوی بدلون راوړلی شي چې پاکستان د هند او منځنۍ اسیا د سوداګرۍ په لاره کې خنډ نه شي.

هند چټک پرمختګ کوي. د دغه هیواد اقتصادي وده تر چین هم چټکه ده او ویل کېږي چې تر ۲۰۳۰ پورې به د نړۍ په درېیم افتصاد بدل شي. نو هر څومره چې هند وده کوي په هماغه اندازه یې د تیلو او ګازو په شمول اومو موادو ته اړتیا زیاتېږي چې منځنۍ اسیا او افغانستان یې لري.

د ترانس افغان ریللار، چې اوږدوالی یې ۷۶۰ کیلومتره دی،  ۳۳ پُلونو او ۳ تمځایونوته اړتیا لري.

د دې پروژې لپاره ۴ میلیارده او ۸۰۰ میلیون ډالره بودجه پکار ده.

د حیرتان- مزارشریف ریللارې چارې افغان لوري ته وسپارل شوې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...