Homeخبرونهکندهار ته د تخنيکي او مسلکي زده کړو ۱۰ زره کتابونه واستول...

کندهار ته د تخنيکي او مسلکي زده کړو ۱۰ زره کتابونه واستول شول

تاند:( چار شنبه، د جدي څوارلسمه)کندهار ولایت ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو لپاره څه باندې 10 زره ټوکه نوي چاپ شوي کتابونه ورسېدل.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره وايي، چې دا کتابونه د کرنې، ادارې او سوداګرۍ، کمپیوټر ساینس او ساختماني انجينرۍ اړوند دي.

سرچینه زیاتوي، چې ياد شوي کتابونه نورو ولايتونو ته هم استول شوي.

معلومه نه ده، چې د دغو کتابونو په محتوا کې خو به د طالبانو ادارې بدلون نه وي راوستی.

څه موده مخکې د لوړو زده کړو او پوهنې د تعليمي نصاب په اړه د طالبانو په رسنیز شویو پلانونو کې د پراخو بدلونونو خبر ورکړل شوی و.

د طالبانو پر تعلیمي کړنلارو نيوکه ده، چې د مسلکي او تعليمي معیارونو پر ځای پکې هر څه ته د دوی سخت دریځه سياستونو له عینکو کتل کیږي او هڅه کیږي، چې خلک طالباني روحیه وروزي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...