Homeخبرونهله حقاني شبکې جلا شوي خراسان لښکر د ISI د دوو افسرانو...

له حقاني شبکې جلا شوي خراسان لښکر د ISI د دوو افسرانو وژل منلي

تاند:( چار شنبه، د جدي څوارلسمه) پاکستاني رسنيو خبر ورکړی، چې د حقاني شبکې څخه یوې جلا شوې ډلې، چې د پاکستان تحریک طالبان ډلې سره ېې د خراسان لښکر په نوم ګډ ایتلاف جوړ کړی، د پاکستان د پوځي استخباراتو آی ایس ای د دوو افسرانو د وژل کیدو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

د پاکستاني رسنيو د معلوماتو له مخې، ياد شوی لښکر شاوخوا ۳ سوه غړي لري او اصلي هدف ېې د پاکستاني جاسوسانو په نښه کول او وژل دي.

نامعلومو وسله والو پرون د پنجاب ایالت په خانیول کې د استخباراتو د تروریستي ضد څانګې دوه جګپوړي مامورین ووژل.

په وژل شویو استخباراتي مامورینو کې یو د خانیوال د استخباراتو مرستیال دی چې نوید صادق نومېږي او دوهم ناصر نومېږي.

دا د اسلام اباد له بمي چارودنې وروسته په وروستیو ورځو کې په پنجاب کې دوهمه پېښه ده او له همدې کبله یې پاکستاني چارواکو ته ټکان ورکړی دی.

پاکستاني چارواکي په پنجاب کې ناامنیو ته په جدي سترګه ګوري او د مخنیوي لپاره یې سختې هلې ځلې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...