دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهاستخباراتو مشهور ط-لب مبلغ « جنرال مبین» نیولی

استخباراتو مشهور ط-لب مبلغ « جنرال مبین» نیولی

تاند:( چار شنبه، د جدي څوارلسمه) ‏‏خبري سرچېنې وايي، چې د طالبانو د استخباراتو ادارې په کابل کې د دغې ډلې یو مشهور تبلیغاتي مبلغ « جنرال مبین» بندي کړی.

د هغه د نیول کیدو خبر د طالبانو سرچينو تاييد يا رد کړی نه دی.

په ځینو راپورونو کې ادعا شوې، چې د نوموړي د نیول کیدو دلیل د پاکستان پر ضد په يوه ويډيويي پيغام کې ګواښونه دي.

د طالبانو وياندويانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

مبین، چې په ټولنیزو رسنیو کې ېې ځان په« جنرال مبین» مشهور کړی، د دوی له واکمنيدو سره د کابل لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند و.

هغه، چې څو ځله په باج اخيستو او خلکو سره په ظلم هم تورن شوی، وروسته له دندې ګوښه او کور ناستی شو.

مبین په وروستيو کې د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب، د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال عباس ستانکزي او نورو ځينو څېرو سره چې د پاکستان ضد ګڼل کیږي، نيږدې اړيکې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب