Homeخبرونهکابل کې د داعش خلاف عمليات روان دي

کابل کې د داعش خلاف عمليات روان دي

تاند:( چار شنبه، د جدي څوارلسمه) ‏‏له کابل څخه راپورونه څرګندوي، چې د دغه ښار په اتمه ناحیه کې د داعش ډلې پر یوه پټنځای د طالبانو د ځواکونو عمليات روان دي.

ځينو سرچينو د دغه پټنځای سیمه بني حصار او ځینو د کارته نو « هېوادوال بلاکونه» ښيي.

د طالبانو ځينو سرچينو ويلي، چې تر اوسه په دې عملياتو کې ۳ داعشیان وژل شوي.

د‌ طالبانو وياندويانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو د شاوخوا يو نيم کال بيا ځلي واکمنۍ راهیسې طالب چارواکو په ځلونو- ځلونو د داعش ډلې د نابودۍ خبر ورکړی، خو وروسته د ځینو بریدونو له مسووليت اخيستو او یا ېې پر ضد له داسې عملياتو سره د داعش ډلې د فعالیتونو او حضور د دوام خبر ورکړل شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...