دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد کابل په بني حصار او د خوست په مندوزي ولسوالۍ کې...

د کابل په بني حصار او د خوست په مندوزي ولسوالۍ کې چاودنې اورېدل شوي

تاند (چهارشنبه، د جدي ۱۴ مه) د کابل په بني حصار او د خوست ولایت په مندوزي ولسوالي کې د چاودنو راپورونه ترلاسه شوي دي.

په خوست کې سرچینې وايي چې نن ماسپښین شاوخوا یوه بجه د مندوزي ولسوالۍ د منصوري قول اردو په لوا کې دننه د څو چاودنو دومره زورور غږونه واورېدل شول چې د خوست ولایت په مرکز او متون کې هم اورېدل شوي دي.

طالبانو د دې چاودنو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي خو ځینې کسان شک لري چې ممکن دا چاودنې د کومې هوايي حملې په نتیجه کې شوي وي.

په دې اړه شکونه ښايي له دې کبله وي چې پاکستان ګواښ کړی چې د ټي ټي پي خلاف به په افغانستان کې بریدونه وکړي.

د سږ کال په دوبي پاکستاني الوتکو په خوست کې د بمبارۍ په نتیجه کې شاوخوا ۵۰ تنه ووژل. پاکستاني الوتکو د کونړ پر شلتن ولسوالي هم بمباري کړې وه.

له دې وروسته نن ماښام مهال د کابل د اتمې حوزې د بني حصار په سیمه کې طالبانو پر یوه کور، چې ویل کېږي داعشیانو پکې ځاله جوړه کړې وه، عملیات کړي دي.

طالب سرچینې وايي چې د عملیاتو په ترڅ کې یې ۷ دعشیان وژلي او یو شمېر مېرمنې یې نیولي دي.

کابل کې د داعش خلاف عمليات روان دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب