پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهد بغلان چارواکي:تاجيکستان ته تلونکي ۱۰ وسله وال مخالفان مو نیولي

د بغلان چارواکي:تاجيکستان ته تلونکي ۱۰ وسله وال مخالفان مو نیولي

تاند:( چار شنبه، د جدي څوارلسمه) ‏د ‎بغلان لپاره د طالبانو امنیتي مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې یې د یوه قومندان په ګډون ۱۰ خپل ۱۰ وسله وال مخالفان نیولي دي.

د دوی په وینا، دغو کسانو غوښتل چې د خوست ولسوالۍ له لارې ‎تاجیکستان ته وتښتي، خو د دغه ولایت په پخواني بغلان ښار کې له ۴۰ میله وسلو سره يو ځای ونیول شول.

طالبانو د نیول شویو کسانو په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي.

په بغلان کې د طالبانو خلاف د ملي مقاومت جبهې په نوم د یوې وسله والې ډلې جنګیالي فعال او وخت په وخت طالبانو سره نښتې کوي.

طالبان په افغانستان کې د دوی خلاف د وسله والو ډلو فعاليتونه ردوي، خو ځینې وخت ېې پر ضد د خپلو لاسته راوړنو خبر ورکوي.

 

د ملي مقاومت جبهې په دې اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب