شنبه, اپریل 27, 2024
Home+«د خپلو لـوڼـو معلمي کـومـه...»

«د خپلو لـوڼـو معلمي کـومـه…»

پوهندوی آصف بهاند

(د نجونو د تړلو ښوونځیو ستونزه)

په کړاوونو کې خندا وباسم

نور د غمونو نه ژړا وباسم

چې ارزښتونه مې زندۍ وي پکې

زه مې د هغې ساه نه ساه وباسم

د خپلو لـوڼـو معلمي کـومـه

کور نه د تور جهل بلا وباسم

زبون په کنج کې د کوټې نه کېنم

قام نه د وېرې مړه بلا وباسم

(باور)

له شپـږم نه تردولسم ټولگي پورې د نجونو د ښوونځیو تړلو د ناسور په اوج کې، بې تجربې واکدارانو، د نجونو پرمخ د پوهنځیو دروازې هم بندې کړلې او یو بل داسې ټپ یې د افغان ټولنې پر زخمي بدن وراضافه کړ، چې چا یې اټکل هم نه کاوه.

نوي واکداران په دې نه پوهېدل چې د دوی دا تصمیم نورې څومره ستونزې رامنځته کوي چې ښايي د دوی واکمنۍ ته هم یو نه څو جدي گواښونه او خطرونه متوجه کړي. د دوی د یادو منفي پرېکړو په مقابل کې کور دننه او بهر غبرگونونه پیل شول. کور دننه د بېلابېلو پوهنتونونو د استادانو مستعفي کېدل او بیا د نارینه محصلینو ټولگیو ته نه تگ یې ښې او سولیزې بېلگې دي.

د نجونو پرمخ د لوړوزدکړو مؤسسو تړلو په اعتراض کې، د پوهنتونونو نارینه محصلینو د اعتراض په ډول ټولکیو ته تگ بند کړی دی او ویلي یې دي چې یا به زدکړې د ټولو لپاره وي او یا موږ هم خپلې زدکړې بنددو. ما یې په ټولنیزه میډیا کې د اعتراضیه لیکونو دېر متنونه ولیدل، دا لاندې یې یوه بېلگه ده چې هم یې یو نظر او هم یې د مینې یوه لاره گڼلی شو:

«څومره درنه پرېوځي، چې د بل لخوا، ستا پر ذهن پنجرې راتاو شي؛

پر احساس او عاطفه دې پنجرې راتاو شي؛

غوږو او سترګو ته دې فلتر ولګول شي؛

او ژوند دې، قفس قفس شي!

ددې سراسر زندان څخه ازادېدلو لپاره، ښايي لازمه وي، چې همدا اوس، همدا شېبه:

 له خپل زړه، ذهن، احساس، دریځ او کړنو څخه،

ټول هغه فکرونه، باورونه، اخلاق او انګېرنې پاکې کړو،

چې د بل انسان (ژوند، فکر، احساس، عاطفی او عقیدې) ته، دوزخ ګرځيدای شي!

دا چاره مو پخپل لاس ده. پرته له دې چې د چا پزه خوږ شي، په یوازې ځان يې سرته رسولای شو او هغه هم همدا اوس!

یادونه:

که دې قفس قفس فکري- ټولنیزې فضا، زموږ ذهن او دریځ کې رېښه نه‌لرلای، نو ښايي داسې تیاره بخت نه وای راباندی واکمن شوی!»

د نر زامنو، اعتراض دغسې وي

د طالبانو لوړو زدکړو وزیر، چې هيڅ ځاي او هېڅ خبره یې د لوړو زدکړو وزیر ته نه پاتې کېـږي؛ ویلي دي په څلورو دلایلو مو پوهنتونو کې د نجونو زدکړې ځنډوليي دي. د لوړو زدکړو سرپرست وزیر شیخ مولوي ندامحمد ندیم د نجونو پرمخ د پوهنتونونو تړلو دلایل په لاندې ویدیو کې له ملي تلویزیون سره په یوه مرکه کې توزیح کوي او هره خبره شرعيت ته سپاري او د شرعي قوانینو توزیح او شرحه هم له خپله ادرسه کوي:

https://www.youtube.com/watch?v=qJ0MtZL5wkE&ab_channel=RTAPashto

د نجونو محصلینو پرمخ د پوهنتون دروازې تړلو په مقابل د زدکونکو او خلکو غبرگون ښودل به د پروتست یو ډول وي، خو د چارواکو غوږنه پر دې شیانو نه خلاصېـږي.

د نجونو لپاره د پوهنتونونو د دروازو تر بندېدو وروسته د یوې افغان فرهنگۍ او شاعرې آمنه فنا د زړه حال داسې دی:

د پښتنو په زیاتره کورنیو کې به دا لمړی نسل نجونې وې چې پوهنتون ته تلې لکه زمونږ په کورنۍ کې زما خویندو وي چې د کانکور ازموینه کې بریالۍ شوې او پوهنتون یې پیل کړ د یوې خور مې نن وروستی امتحان و

بیګاه یې ټوله شپه رڼه تېره کړه امتحان ته یې درس ویلو خو له بده مرغه نن یې مخکې له امتحانه پارچې ترې ټولې کړې پوهنتون ور  وتاړه نن مات زړه او سرې سترګې کورته راغله. ننې ورځ په افغانولوڼو داسې تېره شوه لکه شپه چې وي لکه هېڅ چې سهار نه وي راغلی، لمر نه وي راختلي

 له بیګاه راهیسې مو دومره ژړلي یه خدایه مونږ څومره بد بخته مخلوق یو.»

د نجونو پرمخ د زدکړو د مرکزونو دروازې بندولو په مقابل کې د پروتستونو او نظریاتو په لړ کې داسې نظریات هم ړاندې شوې دي:

«افغانان عجب کمپیوز خلک دي، پر یوه سر شرعي نظام غواړي، پر بل سر یې بیا له فرمانونو ناخوښه وي.

هلکه خو همدا شرعي نظام دئ.

کېدایسي سبا د شریعت مطابق بل فرمان ورکړي چي که د هر چا لور یا خور پیغله سوه باید د کور پر سر بیرغ ودروي او اعلان وکړي چي که یې څوک غواړي راځئ.

عربو به په فزیکي لحاظ نجوني ښخولې، خو دا هم د یوې نجلۍ ښخول دي چي نه له کوره وتلایسي، نه تعلیم کولایسي، نه کار کولایسي او نه یې د خپل حق دعوه ممکنه وي.

د دین سیاسي کول نو دا میده میده نوکاري لري.»

د نړۍ اوو سترو صنعتي هېوادونو (بریتانیا، کاناډا، ایټالیا، فرانسه، جرمني، جاپان او متحده ایالتونه) په نرمه بڼه د طالبانو له غوږه ورتېره کړېده چې د نجونو محصلینو پرمخ د پوهنتونونو دروازو تړلو پرېکړه دې بېرته واخلي گنې ښې پایلې به ونه لري او ښايي د دوی له لوري د طالبانو دا عمل «بشرضد جنایت» و شمېرل شي.

دا اخطارونه، نرمې یا تندې څرگندونې، د دیپلوماتیک دود یوه برخه ده، اصلي خبره که راوسپـړل شي هغه دا ده چې همدې ځواکمنو هېوادونو نویو واکدارانو ته د ځواک جلب په لاس کې ورکړی دی، اوس دې مسؤلیت هم همدا ځواکمن هېوادونه ومني او په زغرده کې ورته ووايي چې نجونو، ښځو او خلکو ته وطن او کور مه زندان کوئ. بیا به ولېدل شي چې طالبان د خپل ټینگار له خره راښکته کېـږي او که یې هماغسې مخ پروړاندې زغلوي.

په پای کې باید داسې وشي چې د «نه» په ویلو سره د ستمگرو د ټولو غیر انساني پرېکړو په مقابل کې خلک ودرېـږي. ښاغلي محمدانور وفا سمندر په یوه فیسبوکي پیام کې دا

وړاندیز داسې مطرح کړ:«

«نه!»

یوه سراسري «نه!» په کار ده.

ټول خفه، په زړه دردمن، له ژړا ډک، ناراضه، په غوسه؛ خو له پلاره پلاره غلامانو په څېر- ذهنونه او عقلونه- تړلي!!

د يوې ګډې«نه!» زړه نه ‌شو کوای!!

ښايي زموږ برخلیک دغه «نه!» وټاکي!

«نه!» وېل، د فکري بلوغ نښه ده!

 احساسات د ماشومانو د څېرو ښایست دي.

 نارینتوب رانه غواړي، چې د ځان او خدای ترمینځ، ولاړ دروغجن پولیسان او قاضيان، په يوې زړورې «نه!» سره، بې‌وسه او بې‌کسه کړو!

موږ باید پر خپل ذهن او روان، راچاپېر ډبرین طلسم مات کړو، او ژوند ته ور خوشې شو!

ښايي زموږ تاریخ له همدې «نه!» پېل شي!

لکه دا زړه‌وره خور؛ یو امتحان يې په کار دی.»

یو ځل په میډیا کې پر افغنستان باندې د واکمنو ځینو امرینو په حواله داسې څه خپاره شول چې گنې په افغانستان کې د کورنیو مشران خپله نه غواړي چې خویندې او لوڼې یې ښوونځي ته لاړ شي او یا لوړې زدکړې وکړي چې ما پر همدې موضوع باندې هم یوه مقاله ولیکله (خلک یې نه غواړي، خلک یې غواړي)

اوس په همدې موضوع پورې یو بل ژوندی مثال په مخه راغی چې خلک د خپلو لوڼو او خویندو له پاره ښوونځی او پوهنځی غواړي، دغه یې یوه ژوندۍ بېلگه ده:

«نوریه خور مې پخیر له پوهنتونه فارغه شوه.مبارک!

ماته یې څلور کاله مخکې هغه شېبې ښې یادې شي چې په ټلیفون یې راته وویل «ګل لالا اومبارک شه، زه د ننګرهار پوهنتون ژورنالیزم پوهنځي ته کامیابه شوې یم» ما ویل مبارک شه.په ډېرې عاجزۍ یې دویمه خبره راغبرګه کړه، ویل یې« ګل لالا یوه خبره مې کوله، ما به پرېږئ چې پوهنتون ووایم کنه؟ ځکه هغه خو بل ولایت دی…» ما د خپلی خوږې خورکۍ ارمان حس کړ او په ډېر ویاړ مې وویل، حتمآ به یې وایې پخیر، هیڅ تشویش مه کوه.

نن هغه دې زما د خور او ټولې کورنۍ یو ارمان پوره شو، هغه پخیر فارغه شوه. خویندې څومره خواریکښې وي، په اته واړه سمسترونو کې یې له اولې، دویمې او درېمې درجې ښکته نومرې نه دي اخیستي.

ورونو د خپلې خور د فراغت لپاره کیک اخیستی او پلار جان مې یې په څنګ کې ناست دی، مور او نورې خویندې مې خوشاله دي چې د خوښۍ دا شېبې نمانځي.

علم فحشا نه ده، بلکې حیا او رڼایي ده. علم مباح نه دی، بلکې فرض دی.

دریغه که اوسني واکمن زما د کشرۍ خور نازو د ښوونځي دروازې پرانیزې چې یولسم ټولګي ته د تګ په تمه یې له هېلو سره لوبې روانې دي… امین»

په ښوونځیو او پوهنتونو کې د نجونو پر تعلیم باندې بندیز مسأله کې د طالب چارواکو اختلاف اوس کومه پټه خبره نه ده، دوی په په دې برخه کې دوه جلا نظرونه لري، یوه ډله د نجونو تعلیم غواړي او بله ډله یې مخنیوی کوي.

د نجونو د ښوونځیو او پو هنځیو بندېدو د ستونزې په برخه کې یو نظر داسې دی چې: د پاکستاني مقاماتو په لاسوهنې سره د افغانستان د ښوونځیو او پوهنتونونو د تعلیمي نوي نصاب باندې کار روان دی؛ دوی غواړي چې د افغانستان د مدرن علمي نصاب ټولې برخې په مدرسه یې نصاب باندې واړوي. که هغوی بریالي شي چې خپل د خوښي وړ نصاب جوړ او د طالب مقاماتو په مرسته یې د اسلامې شریعت تر پردې لاندې جاري او تطبیق کړي، بیا به د افغانستان هرڅه، په تېره ملي مفاخر برباد وي؛ هلته به بیا چیغې وهو چې ښوونځي او پوهنځي تړلي ښه و، نه پرانستي.

لاندې عکس ته په لیدو سره دې هرڅوک قضاوت وکړي چې افغانان ښوونځی او پوهنځي غواړي که یې نه غواړي:

د اقتدار پر گدۍ سپاره واکداران چې هرډول حکمونه کوي، کوي دي، خلک هم غلي نه کیني د خپلو امکاناتو او پوهې نه په استفادې سره د ناخوالو او ستونزو په مقابل کې درېـږي، مبارزه کوي او مخته راغلو ستونزو ته حللارې لټوي. یوه بېلگه یې دا ده:

د خپلو لـوڼـو معلمي کـومـه

په کړاوونو کې خندا وباسم

نور د غمونو نه ژړا وباسم

چې ارزښتونه مې زندۍ وي پکې

زه مې د هغې ساه نه ساه وباسم

د خپلو لـوڼـو معلمي کـومـه

کور نه د تور جهل بلا وباسم

زبون په کنج کې د کوټې نه کېنم

قام نه د وېرې مړه بلا وباسم

باور

د عبدالوهاب باور دې شعر ته په کامنټ کې ما (آصف بهاند) داسې ولیکل:

د نجونو د تعلیم مخنیوی اوس په افغانستان کې د یو ناسور ټپ او لویې ستونزې بڼه غوره کړې ده، له دې ستونزې سره د مبارزې په لړ کې دا شعر ترسلو سیاسي بیانیو او شعارونو مؤثر واقع کېدای شي،

مننه باور صاحب!»

اوس تازه یوه طالب چارواکي داسې هیله څرگنده کړېده: «د طالبانو د حاکمې ادارې د کانونو او پټرولیم وزیر مولوي شهاب الدين دلاور ويلي ،چې د وري تر مياشتې به د ښوونځيو او پوهنتونونو لپاره مناسب شرايط برابر او ښوونيز بهير به پيل شي…»

که منطق موجود وي، باید دا پوښتنه مطرح شي چې د د کانونو او پټرولیم وزیر یې په ښوونځیو څه کار، د دوی د پوهنې وزیر ولې دا څرگندونې نه کوي او…

خلک داسې وايي چې بیا هم سمه ده که د معدنونو وزیر وايي او که یې کوم بل وزیر، په خوله او خبره یې برکت، موږ زردالو غواړو، که له چنار نه یې راکوي که د زردلو له ونې، پر موږ یې باک نه شته؛ اوس دې خدای دا خبره را ریښتیا کړي.

د هغې ورځې په هیله!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب