پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهد کانونو وزير د ښوونځيو او پوهنتونونو د بيرته پيليدو خبر ورکړی

د کانونو وزير د ښوونځيو او پوهنتونونو د بيرته پيليدو خبر ورکړی

تاند:( چار شنبه، د جدي اوومه) ‏د طالبانو د حاکمې ادارې د کانونو او پټرولیم وزیر مولوي شهاب الدين دلاور ويلي ،چې د وري تر مياشتې به د ښوونځيو او پوهنتونونو لپاره مناسب شرايط برابر او ښوونيز بهير به پيل شي.

هغه له زياتو جزيياتو پرته وايي ،چې په هېواد کې دښوونيز او تحصيلي بهير د بېرته پيل کېدو په موخه دوی د مشرتابه په کچه ګړندۍ هڅې روانې دي.

طالب وزير نه ده روښانه کړې، چې دوی به څه ډول شرایط برابروي او دا ژمنې ېې د مخکينيو په شان ځنډيږي او که به پر وخت عملي شي ؟

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په تېره لنډه موده کې له لومړي ټولګي څخه تر شپږمه د نجونو ښوونځي او په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو بندیزونه لګولي.

له دې امله د طالبانو حاکمه اداره په ملي او نړيواله کچه نور هم سختو مخالفتونو سره مخ شوې ده.

 ویل کیږي، چې د دې پریکړې پر سر د طالبانو زړو مشرانو سره د دوی د دفاع او کورنيو چارو وزيرانو سخت اختلاف هم رامنځته شوی.

1 COMMENT

  1. تیر کال هم ، دی وخت کی همدا خبره شوی وه ، خو دا خبره باید د معارف ، لوړو زده کړو و زیرانو یا
    رئیس الوزرا باید کړی وای ، ځکه وظیفوی تړاو یی هغوی سره دی،دا خبره موسمی اړخ لری او دا نزولی ګړاف د تعلیم او د وزیرانو تهمتونه ،افغانی او اسلامی بنیاد نلری او د شرم او تحقیر نه ډک دریځ دی هغه هم د وزیر په سطحه او مستوی کی ، کیدای شی هڅې وی د ملت وژنی لپاره۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب