جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد حیرتان- مزارشریف ریللارې چارې افغان لوري ته وسپارل شوې

د حیرتان- مزارشریف ریللارې چارې افغان لوري ته وسپارل شوې

تاند(شنبه، د جدي ۱۰ مه) د افغانستان د طالبانو او ازبکستان د ریللارو د ادارو د موافقې پر اساس د مزارشریف – حیرتان د ریللارې مسوولیت افغان لوري ته وسپارل شو.

دا ریللاره، چې یوولس کاله پخوا جوړه شوې، یوه ازبکستاني شرکت (سوګدیانا ترانس) اداره کوله خو ټاکل شوې وه چې له یوه مهالوېش سره سم به افغانانو ته سپارل کېږي.

د افغانستان د ریللارې ادارې، چې د طالبانو په کنټرول کې ده، ویلي چې له دې موافقې وروسته به د سوداګري مالونو لېږد رالیږد په عادي ډول دوام وکړي.

د حیرتان- مزارشریف ریللار ازبکستان جوړه کړې ده. ازبکستان غواړي چې دا ریللار د پېښور تر تړرخم پورې وغځوي او د پېښور له ریللارې سره یې وصل کړي.

د دغه هیواد چارواکو په وروستیو کې وویل چې په نوي ۲۰۲۳ کال کې به له پانګوالو سره د دې پروژې په اړه خبرې بیل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...