دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهبې پولې خبريالان: افغانستان خبریالانو ته ډېر خطرناک شوی

بې پولې خبريالان: افغانستان خبریالانو ته ډېر خطرناک شوی

تاند:( شنبه، د جدي لسمه) د بې پولې خبريالانو ټولنې په افغانستان کې د خبریالانو وضعیت خطرناک ښودلی او ویلي، چې له دې پلوه افغانستان د نړۍ له تر ټولو ستونزمنو هېوادونو څخه دی.

دغه ټولنه د افغانستان تر څنګ عراق او سوریه هم د خبریالانو لپاره له تر ټولو خطرناکو هېوادونو څخه بولي.

د بې پولې خبريالانو په باور، په نړیواله کچه خبریالانو سره د ټول تاوتریخوالي درېیمه برخه ېې په افغانستان، عراق او سوریه کې کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې (نی) په یوه اعلامیه کې ویلي چې تېر کال ۵ افغان خبریالان‌ نادرکه شوي او تر اوسه ېې معلومات نشته.

د طالبانو حاکمې ادارې د يادو څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي، خو ټینګار ېې کړی، چې د «اسلامي شریعت» په رڼا کې د بیان ازادۍ ته ژمن دي.

د طالبانو له بيا واکمنيدو سره د افغانستان سلګونه رسنۍ سقوط او زرګونه خبریالان هېواد پريښودو ته اړ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب