دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهمجاهد له نا دولتي موسسو څخه د ښځو پر وړاندې د «...

مجاهد له نا دولتي موسسو څخه د ښځو پر وړاندې د « خطرناکو راپورونو» د رسیدو ادعا وکړه

تاند:( شنبه، د جدي لسمه) د طالبانو د حاکمې ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې، چې له نادولتي موسسو څخه ېې د ښځينه کارکوونکو په اړه« خطرناک راپورونه» تر لاسه کړي.

هغه په یوه مرکه کې تور پورې کړی، چې له همدې امله د طالبانو ادارې په نادولتي موسسو کې د ښځینه کارکوونکو کار کول منع کړل.

ذبيح الله مجاهد ونه ويل، چې دغه« خطرناک راپورونه» څه او په کومو مستندو اسنادو متکي دي ؟

طالب ویاند په ورته وخت کې وویل، چې دوی دغو موسسو ته لازم لاسرسی نه درلود، څو په وینا یې پر ښځینه کارکوونکو د شرعي احکامو تطبيق وکړای شي.

د طالبانو وياند ونه ويل، چې په داسې حالت کې څنګه د خپلو تر لاسه کړو« خطرناکو راپورونو» په دقت ډاډه دی.

يو شمېر نړیوالو موسسو د دوی د دغې پریکړې په غبرګون کې ویلي، چې افغانستان کې ېې فعاليتونه ځنډولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان له یوه بیساري بشري او اقتصادي ناورين سره مخ دی او لویه برخه افغانان د نړیوالو مرستو په وسيله خپل ورځینی ژوند تامینوي.

د طالبانو منتقدین دوی له ښځو سره په پراخ جنسيتي تبعيض تورنوي او وايي په دې برخه کې له هر ډول نفرت، دروغو او حتا ملي عزت ته له سپکاوي کار اخلي او افغانې ښځې او پت ېې د پردو په اشاره او خپله عقده بدناموي.

5 COMMENTS

  1. دا خوګ د نورو خوګانو په شان د قدیانی درواغو باندی په پنجابی پاکستان کښی د امریکا په ډالرو تربیه موندلی دی دوی نه افغانان دی او نه مسلمانان دی دی وحشی قدیانانو پنجابی تربیه تر لاسه کړی دی او ددی لپاره خائین خلیلزاد د امریکا له خوا مؤظف وو او اوس هم پدی خیانت لګیا دی دا د افغانانو اصلی دوښمن د افغانانو مقابل کښی په ۱۹۸۱ کال کښی خپل خیانت باندی شروع او دده خائین په کومک د قاتلو تنظیمونو څخه د سلاح جمع کولو پروګرام ددی قدیانی ساختګیو تربیه شوو طالبانو په واسطه سبوتاج کړۍ شو او بیا امریکا د خپل خبیث پلان لپاره پنجابی پاکستان ته دوباره ولیږل او دوهم ځل دوباره د امریکا په امر قاتلو تربیه شوو ساختګیو تنظیمونو او تربیه شوو ساختګیو دیموکراتانو په بی شرمانه شکل دی وحشی خوګانو او د اسلام دوښمنانو ته د افغانستان شهرونه ورته خوشی کړل او د ډاډ لپاره امریکا اعتبار لرونکی تربیه شوی خائین جاسوسان حا مد کرزۍ او عبدالله عبدالله ئی په کابل کښی ورته پریښودل دا د هولی وډ ډرامه لا تر اوسه ندی تمامه !!!!!
    افغان ملت ددی وحشی خوګانو قدیانی اسلام بغارو باندی لا تر اوسه غولیږی امید دی چی افغان ملت ژر تر ژره ددی درواغجنو قدیانی ساختګیو مسلمانانو فریبی درک کړی او بیداره شی او د افغانستان خاوری تمامیت او د افغانانو استقلالیت ساتلو په خاطر راپورته شی !!!!

  2. د دوی په ذهن کې نجونې او ښځې بدې او منفورې ترسيم شوي، نو ځکه پر مخ د ځمکې دوی ته له نجونو او ښځو بل څه بد، بوږنوونکی (خطرناک) نه ښکاري. ځکه خو يې ټوله کړنلاره پر نجونو او ښځو راټوله ده او بس.

  3. دوی مغز عقل یا شعور هم لري کنه څه چې ورته پنجابک وايی ددوی لپاره د کاڼي کرخه ده. که وايي چې په امریکا او نړۍ فشار راوړي چې په رسمیت وپیژندل شي نو د فشار خو نورې طریقې هم شته بیا ښځې ولې ددې لپاره استعمالوي. ملاګيه لږ خو د خپل چاټۍ سر هم استعمال کړه او که مغز لرې او بوس نه وي نو پنجابک ته خو دومره ووایه چې ستا ښځې ولې تعلیم هم کوي او کار هم نو بیا په ما یې ولې بندوې. غني خان څه رښتیا ویلي: نور که څه کوې کنه ربه خلاص مو د ملا نه که.

  4. ملا صاحب وفرمایل : مجاهد له نا دولتي موسسو څخه د ښځو پر وړاندې د « خطرناکو راپورونو» د رسیدو ادعا وکړه
    پخوا به خلکو ویل چې د ملا خبرو او ویناوو ته غوږ مه ږدئ . عمل یې ګورئ .
    اوس چې ملا ته ګورو په هرڅه کې منافقت دروغ او هزیان .
    دومره ژر مو د خلکو او ولس په مقابل کې خپل باور او اعتبار له لاسه وکړ.

  5. ټالبان باید خپل نوم او تحریک ته تغییر ورکړي .
    مثلا د ښځو او عالي تحصیلاتو ضد تحریک .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب