یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد سخت دریځۍ له شدت سره افغانستان ته د بشري مرستو د...

د سخت دریځۍ له شدت سره افغانستان ته د بشري مرستو د بندېدو اوازې دي

تاند:( شنبه، د جدي لسمه) راپورونه وايي د، چې نړیوالې ټولنې افغانستان ته د طالبانو د وروستیو سخت دریځيو له شدت سره د بشري مرستو د نقدي اونيزو کڅوړو استول درولي.

خبري سرچينو ويلي، چې له تېرو درېیو اونیو راهیسې افغانستان بانک کابل ته د څلویښت میلیون ډالري کڅوړو د رسیدو اعلان نه دی کړی.

له دې سره اقتصادي شنونکي وېره لري، چې د یادو مرستو دریدل به د نورو زیانونو ترڅنګ د افغانیو مالي ثبات ته تاوان واړوي او بیه به ېې د بهرنيو اسعارو پر وړاندې ښکته شي.

نړيوالو او دغه راز د طالبانو د ادارې چارواکو د نقدي بشري مرستو د ودریدو راپورونه په رسمي ډول تاييد يا رد کړي نه دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د یادو مرستو د مصرف په اړه په وروستيو کې نیوکې زیاتې شوې وې او ادعا کیده، چې له دې مرستو څخه طالبان د خپلې ادارې لپاره ګټه اخلي.

نړيواله ټولنه، چې د طالبانو اداره په رسميت نه پيژني، د‌ دغو مرستو لپاره دا شرط کړې وه، چې په مستقيم ډول به د نړیوالو موسسو له لوري فقر ځپلو افغانانو ته رسول کیږي او د طالبانو اداره به ورڅخه نه برخمن کېږي.

د طالبانو منتقدین بيا باور لري، چې يادې مرستې په نوم افغانانو ته استول کېدې، خو واقعيت دا دی چې امريکا د مرستو د يوه لوی برابرونکي په توګه د طالبانو غیر رسمي ملاتړ کوي او دغه پيسې د دوی د بقا لپاره ليږي.

طالبانو په وروستيو کې پوهنتونونو او غیر دولتي موسسو ته د کار لپاره د ښځينه وو ورتګ منع کړ، چې سخت ملي او نړيوال مخالفتونه ېې را پارولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب