جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهم.م او کرزي پاکستان کې د بندي افغانانو پر وضعیت اندیښنه وښوده

م.م او کرزي پاکستان کې د بندي افغانانو پر وضعیت اندیښنه وښوده

تاند:(  یکشنبه، د جدي يوولسمه) د ملګرو ملتونو سازمان او د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان په زندانونو کې د افغان کډوالو د وضعيت په اړه انديښنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنرۍ په یوه اعلامیه کې راغلي، چې په دغو زندانونو کې د بندي افغان بنديانو اړوند خپاره شوي عکسونه د اندیښنې وړ دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي نمایندګۍ هم په یوه اعلامیه کې له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې بندي کړي افغان کډوال بیرته خوشې کړي.

له دې سره، په اسلام اباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت ويلي، چې د دوی په هڅو تر ۵۰۰ پورې افغان کډوال د پاکستان له زندانونو خوشې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني چارواکو يوازې په کراچۍ ښار کې د ۱۲۰۰ افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړی.

د ټولنیزو رسنیو فعالانو د پاکستان په کراچۍ ښار کې د بندي افغان ماشومانو او مېرمنو پر خپرو شويو عکسونو خواشيني ښودلې او طالبانو ته په خطاب کې ېې ویلي، چې د افراطي ګامونو له کبله د افغانانو د ذلیله کیدو مسوول دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...