جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهمقاومت عالي شورا: ط-انو د ښځو خلاف ۳۰ فرمانونه ورکړي

مقاومت عالي شورا: ط-انو د ښځو خلاف ۳۰ فرمانونه ورکړي

تاند:( یکشنبه، د جدي یوولسمه) د طالبانو خلاف په ترکېه کې د پخوانيو سیاسي څېرو يوه ډله چې ځان ( د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا بولي) وايي طالبانو د بيا واکمنيدو له پیله تراوسه یې د ښځو خلاف تر ۳۰ پورې فرمانونه ورکړي.

 

ياده شورا په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو او په نادولتي موسسو کې د ښځینه وو پر کار د طالبانو تازه بندیزونو ته د نړیوالو او په خاص ډول د اسلامي هېوادونو او سازمانونو غبرګون ستایلی.

 

سرچینې د طالبانو د ادعا شويو ۳۰ ښځینه ضدو فرمانونو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو ویلي چې دغې ډلې د واکمنۍ له بيا پيل سره ېې د ښځو چارو وزارت، بشري حقونو خپلواک کميسيون او نورو ادارو په ګډون ټول هغه ارګانونه لغوه کړي، چې د ښځو د حقونو لپاره ېې فعالیت کاوه.

 

( د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا ) له نړيوالو غوښتي، چې پر طالبانو او پلویانو ېې مالي له فشارونه زیات کړي، څو سياسي بدلون ته غاړه کېږدي.

 

طالبانو په وروستيو کې پوهنتونونو او غیر دولتي موسسو ته د کار لپاره د ښځينه وو ورتګ منع کړ، چې سخت ملي او نړيوال مخالفتونه ېې را پارولي.

 

راپورونه وايي، چې نړیوالې ټولنې د طالبانو د وروستیو سخت دریځيو له شدت سره افغانستان ته د بشري مرستو د څلویښت میلیون ډالري نقدي اونيزو کڅوړو استول هم درولي.

 

د طالبانو له بيا واکمنيدو سره، له ښځو د زده کړو، کار، ټولنیزو فعالیتونو، سفر او ډېرو نورو کړنو حقونه اخیستل شوي.

 

له دې کبله، طالبان د نړۍ په کچه د ښځو د حقونو تر ټولو لوی ناقضان ګڼل کېږي، خو دوی د خپلو کړنو دفاع کوي او په دې اړه تورونه بې بنسټه بولي.

 

 

2 COMMENTS

  1. دې په اصطلاح مقامت شورا له سپیو څخه دا نظام سل مرتبې ښوالی لرې حد اقل دې ښځې عزت پکې خوندې ده دې لندغرو په دوران کې ښځې په زور بی عزته کښې دیې

  2. هغه څوک دي خبري نه کوي چي امتحان یې ورکړی وي تر تاسي خو امریکایان او روسان هم زیات دي ځان ته خو یو دین او مفکوره لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب