تاند:( یکشنبه، د جدي یوولسمه) په کندهار کي د طالبانو ځايي چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې د غېږنیوني دودیزه او پخوانۍ لوبه یوځل بیا د پراخېدو په حال کې ده.
د کندهار لپاره د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر ویلي، چې د سپین بولدک ولسوالۍ په تفریحي پارک کې هره جمعې ورځ د بېلابیلو سیمو د پهلوانانو ترمنځ د غېږنیوني مېله کیږي او په سلګونه هیوادوال یې ننداره کوي.
ددې لوبي ترتیبوونکي وایي، د طالبانو په راتګ سره ېې یوځل بیا هڅي پیل کړي څو دا دودیزه او د کلونو ـ کلونو پخوانۍ لوبه بیا پراخه کړي.
د طالبانو له بيا واکمنيدو سره په کندهار کې، چې د طالبانو د رامنځته کیدو اصلي مرکز دی او مخکې ېې د شل کلنې جګړې پر مهال ډېر تاوان لیدلی و، له مختلفو برخو څخه د پرمختګ خبرونه ورکول کېږي.