مهترلام ښار، د لغمان د ولایت مرکز دی چي په شمالي عرض البلد ۳۴ درجو ۳۲ دقیقو او ۳۲ ثانیو ۳۴ درجو ۴۷ دقیقو او نهه ثاینو او د ختیز طول البلد د ۶۹ درجو، ۴۸ دقیقو او ۳۸ ثانیو او ۷۰ درجو، ۲۱ دقیقو او د ۲۳ درجو ترمنځ پروت دی. د لغمان ولایت د افغانستان ختیځ کې موقعیت لري چې له کابل څخه یې واټن سل کیلومتره دی. دغه سیمه له څو غرونو او درو څخه جوړه ده، دغه غرونه په نهایت کې هندوکش سره تړلي دي، نو مهترلام ښار په هغې دره کې موقعیت لري چې د اليشنګ او الینګار دوو سیندونو ترمنځ پرته ده. د “مهترلام” کلمه د لرغونې آریاني ژبې له (Mirhrat+damana) څخه اخیستل شوې چې په اوستا کې Mirhrat مهر ته وایي او په damana کې d په L باندې بدل شوی او د (lam) شکل یي غوره کړی دی.
دغه لرغونی ښار معاصر وخت کې د افغانستان له نویو جوړو شویو ښارونو څخه ګڼل کیږي. مهترلام په ۱۹۶۴م. کې د افغانستان د هغه وخت په نویو ملکی تشکیلاتو کې د لغمان د تاریخي ولایت د مرکز په توګه غوره شو، خو دغه سیمه تر دې هم لازیاته لرعونې تاریخي سابقه لري. ځینو روایاتو کې د هغه تاریخ د نوح(ع) د توپان تر مهال پورې رسو ل شوی دی؛ دا ځکه چې د یوه روایت له مخې د مهترلام نوم د حضرت نوح(َع) د پلار له نوم څخه اخسیتل شوی، چې هغه (مهتر لمک) نومیده او نوموړی په خپله نبي و. ویل کیږي چې دغه سیمه دهغه د اوسېدو او دفن کیدو ځای دی، نو ځکه ورته هغه وخت مهتر لمک ویل کېد، چې د وخت په تېرېدو یې تلفظ کې بدلون راغلی دی. داسې هم ویل شوي دي چې غزنوي سلطان محمود د همدې عقیدې له مخې مهترلام بابا ته د درناوی وړ زیارت حیثیت ورکړ، هلته یې ښایسته بڼ، جومات او د اوبو ډنډ جوړ کړ او له لرې ځای څخه یې ورته ویاله وکیندله.
له تاریخی روایتونو برعلاوه؛ موږ په واقعیت سره د (مهترلام) نوم له تاریخي پلوه هم ډیر ښه څیړلای شو، دا ځکه چې: څرنګه چې لیدل کیږي د دغه نوم لومړۍ برخه کې (مهتر) کلمه ده چې له (لام) څخه مخکې راغلې چې ده او د مشر او لوی په معنا ده. لام څو نورې معناګانې هم لري لکه: لام په پشه یي ژبه کې کلي ته وایي چې په دې توګه مهترلام د لوی کلي معنا ورکوي او دا په پخوا وختونو کې بې مناسبته نه وه، ځکه چې دلته ډیر خلک اوسېدل، تجارت پکې رونق درلود او ګڼه ګوڼه پکې وه. همدارنګه لام هغې میوه لرونکې ونې ته وایي چې دلته په پسرلي کې راشنه کیږي او (لام) بودایي کشیش ته هم ویل کیدل او دې ټکي ته په پاملرنې سره چې پخوا وختونو کې لغمان یا لمکان چې د کابل د سیند تر غاړې پروت و او له کابل څخه پیښور ته لاره له همدې سیمې تیره شوې وه او په لرغوني وخت کې په ختیځ کې یو مهم بودايي مرکز ګڼل کېد. له امکان څخه لرې نه ده چې لام به دلته د معبد، مزدک او بودايي عبادتځایونو په معنا وي چې په همدې سیمه کې وو. یو کوریایي ګرځندوی (هوی- چاو huei-chao) په اتمه میلادي پیړۍ کې د لامپاکه (لغمان) نوم اخیستی دی چې هلته بودایي دین لرونکي خلک اوسېدل. له نوموړي څخه مخکې چینایي زیارت کوونکي او ګرځندوی(سونګ ین) هم په ۵۱۸ م. کې ننګرهار ته رسیدلي و چې په هډه کې یې د بودا د معبد له زیارت کولو څخه وروسته د کیکالام (Kika-lam) مزدک ته راغی چي د علامه عبدالحی حبیبی په باور او غالب ګومان همدا مهترلام دی او دلته د بودا یو کوڅو(چپن ډوله جامه) په دیارلسو ټوټو کې او د شپاړسو فوټو په اوږدوالي د بودا یوه لکړه ساتل کیده. په دې توګه ویلای شو چې د لام کلمه په دغه سیمه کې د بودایي مزدک او طریقې معنا ورکوي.
له نهمې پیړۍ څخه وروسته له دې سیمې څخه مهمه سوداګریزه لاره تیریده، نو یو شمیر سکهـ او هندو سوداګر او قوالان هم همدلته میشت شول. همدارنګه د کاروانونو له لویو لارو لږ څه وړاندې یې، یوشمیر نور کلي او آبادي ګانې وې چې د نفوسو او اقتصادي فعالیتونو له مخې د پام وړ وې. په ۱۹۷۰م. کال کې په دغه ښار کې د بریښنا دوه تولیدوونکي فابریکې جوړې شوې او د مهترلام ښار د اوسیدو پروژه جوړه شوه او یو شمیر نور زیربنایي تاسیسات هم یې پیل شول، خو د هغه مهال د کار ا و وسایلو د کمښت او ټیټ مالي قدرت له امله یې ډیر پرمختګ ونه کړ.
په دې توګه له هغه مهاله چې د مهترلام ښار د لغمان ولایت د مرکز په توګه غوره شوی دی، یو ځانګړی اهمیت یې پیدا کړی دی. دا ځکه چې دا ښار له یوې خوا دیوه ۱۸ کیلومتره سړک په واسطه د کابل-جلال آباد عمومي لارې سره نښتی و چې په دې ډول سره د یوه ډیر ښه تجارتي موقعیت لرونکی شوی و او له بلې خوا د ښاري نقشې له مخې، د افغانستان په ختیځ کې دښارونو په منځ کې د یوې ځانګړې بڼې لرونکي ښار په توګه پیژندل شوی و.
له ۱۳۸۱ل. کال وروسته مهترلام ښه پراختیا ومونده، سړکونه یی ورغول شول، تر الینګار او الیشنګ پورې سړکونه جوړ شول، د نویو ښوونځیو ودانۍ جوړې شوی، کلنیکونه، درملتونونه او روغتونونه پرانیستل شول، د دولتی او خصوصی بانکونو څانګې فعاله شوې، مخابراتی سهولتونه پراخ شول، کرنه عصري شوه، د ښار شمال لویدیځ ته یو نوی ښارګوټی جوړ شو او وروسته بیا په دغه ښار کې یو پوهنتون هم جوړ شو چې د لغمان پوهنتون ورته ویل کیږي. د دې ښار یو خصوصیت دادی چی په عمرانی چارو کې یې د دولت په پرتله، په خپله دخلکو پاملرنه او زیار ډېر د پاملرنې وړ دی.
په دغه ښار کې د کرنیزو تولیداتو (بادرنګ، رومی بانجانو، توروبانجانو، ګلپي، کدو، لیړو، پیازو، وریجو، مرچو، پوڅې، کبانو، غوزانو، کروتو، غوزانو او ګڼ شمیر نورومحصولاتو) مارکیټونو ښه انکشاف کړی دی. دغه محصولات جلال اباد او کابل ته هم لیږل کیږي.
سره له دی چې زیاتره اوسیدونکی یې له اقتصادی پلوه صرف یو متوسط حالت لري، خوله ډیرو کلونو راهیسې له معارف سره مینه لري. له پخوا وختونو تر اوسه، د هیواد په هرولایت کې زیاتره د معارف ښوونکي او ددفترونو ټیټ رتبه میرزایان د مهترلام اوسیدونکی وو. د مهترلام ښار اوسیدونکی راز کسبونه لکه ترکاڼي، پښګري، خیاطی، لاسي صنعت، کلالی؛ بیلابیلو هنرونو لکه موسیقی، ادبیات، رسامی او نورو کی ځانګړی استعداد لري. د هیواد د نامتو هنرمند، احمد ظاهر پلرنی کلی د همدې ښار شمال څنډه کې دی. اوس یې هم کور او ځینی خپلوان هلته شته او د احمد ظاهر د یو ورور مقبره هم همالته ده. دهیواد یو شمیر مشهور لیکوال او شاعران لکه بارق شفیعی، اسحق ننګیال، الفت، داکتر محمد حسن کاکړ او د طب نامتو دوکتوران همدلته روزل شوی او له دې ځایه یی شهرت ټول افغانستان او آن نړۍ ته رسیدلی دی. تاریخی ځای یی د محمد شاخان بابکرخیل تاریخی کلا ده چی دی وروستیو کی بیرته ورغول شوه. مهترلام اوړی تود، خو ژمی معتدله هوا لری، شنو بڼوڼو یې طبیعی ښکلا زیاته کړی او بڼونو کی یی راز راز الوتونکی شته چی دهیواد نورو سیمو کی لږ لیدل کیږي.
د مهترلام د لازیاتی ترقی او پرمختیا لپاره لاندنی قوی ظرفیت او مساعد شرایط شته:
- خواریکښ، ښه استعداد لرونکي او علمدوسته خلک،
- مساعد اقلیم او د دغه ښار شاوخوا د څلور فصله کښت امکانات،
- د اوبو زیرمې او جاری کافی اوبه( په دې شرط چې مدیریت شي)،
- د ګمبیری يه شان د کرنی د انکشاف لپاره یوه لویه ساحه چې د کونړ له سیند څخه یی د اوبخور امکان شته،
- کانونه او د ځنګلونو فو ق العاده انکشاف،
- محلی تشبثات او د تجارت رونق.
سلامونه،
مشر ورور پوهاند صاحب دودیال!الله دې د مهترلام (بابا) ښار او زیارت او د شین لغمان جان په باره ښکلې ليکنې له اړخه درته بې حسابه اجرونه درکړي او خدای وکړي دې لړۍ ته دوام ورکړئ.آمین ثم آمین.
څرنګه چې زما د زوکړې کلی (ادوخیل) اومنطقه (عمر زيي)د مهترلام مرکز د لغمان پورې مربوطه ده ؛او زما د پلار نیکه او اووه پښته هدیره پر مهترلام بابا صیب ډاګ پرته ده ، زړه مې طاقت ونکړ چې یو څو کرښې ورزیاتې نکړم!!.ستاسو په اجازه
*د لغمان نوم په هکله زما خپل خیال او فکر ته د (لقمان )حکیم نوم هم په یاد راګرځي چې ممکن قاف په غ تبدیل سوی وي؟.او داچې لغمانیان با استعداده دي کیدای شي د لقمان حکیم کوم رګ ولري!،،
*د مهترلام ښار کښې قلعه ې سراج په نوم یو تاریخي او تفريحي باغ چې دامیر حبیب الله خان وخت کې جوړ سوی شتون لري؛او هم د روښان لیسه ډیره تاريخي لیسه ده چې ډیري معاصر ځوانان ترینه فارغ سوي ول او لا هم فارغیږي.
*دکرنې محصولاتو لړ کې د بیلابیلو خوندورو مېوو لکه سټروس خاندان مالټې،سنترې،چکوترې،نارنجان،لیمو؛ آم ،لوکاټ،انځر،انګور، توتان، انار، شفتالان،آلو،سنځلې ا.د.ن.ونې او بڼوڼه هم شته .بیلګه ې د ریس غلام حسن خان ساپي مشهور باغ دی.
او دلته غواړم د ارواښاد دادا مې (مرحوم پوهنمل عبدالملک خان صافي مدیر صاحب) چې د مرحوم غلام حسن خان خوریی ویادونه وکړم چې پخپله د زراعت یا کرهڼې او ځنګلونو متخصص او استاد و،او بیا د ڼنګرهار،هرات او زابل د پوهنې لوی مدیر و،په لسها زره ښوونکي،متخصصان او زده کوونکي ې روزلي و، هغه هم د مهترلمک ابتدايي مکتب ویلی و.الله دې دټولو تللو مشرانو ارواه په جنت کړي.البته د ملکي نوموړو تر څنګ زمونږ دمنطقې نظامي مشران لکه ډګرجنرال سعداله خان،جنرال عبدالقاهر صافی،جنرال عبدالغني عمرزی ا.د.ن. هم تیر سوي دي چې د هیواد په آبادۍ، دفاع او د ملي اردو محاکماتو کښې ېې د قدروړ خدمتونه کړي دي.
*د ګمبیري ډاګ تر څنګ، د بابا صایب ډاګ هم چې زمونږ له کلي ادوخیل او د مرحوم کاکړ حسن خان له کلي ډیوه نه یو یونیم ساعت تر مهترلام بابا زیارته په پښو لار ده او اخوا تر تور غاښي غر او بادپښ او سروبي پورې امتداد لري ،هم د اوبو لاندې راتللو او په کرهڼیزو ځمکو بدلیدلو امکانات لري .همدارنګه د الیشنګ او الینګار نه پورته سرچینه کښې (سالاو) د برق د بند جوړیدلو ظرفیت سته.
*دلغمان وريجې له پخوا د مزې او خوشبويۍ له لحاظه ډیر ښه شهرت لري چې فکر کوم د جاپاني تخم سره ې دره ء دونئ نه دي پاتې!
۰هغه ظرفیتونه او شرایط چې تاسو پورته ذکر کړي سل فیصده درسره موافق یم او دولت باید ژر ترژره او اعظمي امکانات برابر کړي چې له یوې خوا بیکاري کمه،له بلې خوا تعلیم او تحصیل او کرهڼې او ځنګلداري ،تجارت او صنایعو او هنرونو ته دښځمنواو نارینه وو جلب او جذب زیات شي. ان شآء الله د یو آباد ،ښېرازه او سرلوړي لغمان جان په امید او دعآءوو.
له لوستو او توجه ته مو د وخت ورکولو څخه دیره مڼنه.
د بلی زاوئې څخه:
لکه نورو سالمو انسانانو غوندی مزاح او نرمی ټوکی ( ویل او اوریدل ) می خوښیږی خو د قومی او سمتی ټوکو څخه کلکه کرکه لرم خو متأسفانه زموږ په وطن کی دا ډول ټوکی رواج لری ( خصوصاً سمتی ټوکی ).
خبره دا ده چی د افغانستان د هری سیمی خلګ شریف دی او ځانته بیل بیل خصوصیات لری ( غالباً مثبت او خوښوونکی او د ستائنی وړ خصوصیات ) امّا د دوو سیمو خلګو زما پاملرنه همیشه ځانته جلب کړیده او آفرین می پری ویلی دی:
۱ – د لغمان شریف خلګ؛
د لغمان اوسیدونکی د خپل نفوس په تناسب د افغانستان د نورور سیمو د اوسیدونکو په پرتله ډیر هوښیار او باسواد خلګ دی او د دولتی دستګاه اکثره تکړه او ماهر مامورین د لغمان اوسیدونکی دی البته د نورو هنرونو تر څنګ ئی لوی هنر دا دی چی د دواړو سترو ژبو ( پښتو او فارسی ) د استعمال لوړ استعداد لری البته په ژورنالیسټی – کلامی ډګر کی ( مثلاً ویَندوئی مسلک کی ) د ټولو پښتنو په منځ کی د ننګرهار خصوصاً جلال آباد اوسیدونکو ډیر ښه استعداد درلود او لری.
۲ – د هرات شریف خلګ؛
که څه هم له فرهنګی نظره د افغانستان د نورو سیمو د خلګو سره لږ توپیر لری خو په اجتماعی – اقتصادی ډګر کی د عالی اخلاقو او عالی اقتصادی استعدادونو خاوندان دی. هغه کورنۍ چی ( مثلاً ) په دوه یا دری سوه متری کور کی اوسی نو د شیدو او مستو او هګی او چرګورو د غوښو د رانیولو څخه بی نیازه دی او پخپل کور دوی دری بُزی او دوولس دیارلس چرګوړی ساتی او روزی او سات ئی سره تیر او اقتصادی وضعیت ئی هم ثابت او د ډاډ وړ دی.
رشتیا، د ژبی او لهجی د توپیر په هکله می یو مطلب ذهن ته راغی:
زما زوم د پکتیا ولایت او لور می د کندهاری مور لور ده، د دواړو مورنی ژبه ( پښتو ) او پر خپله ژبه بشپړ حاکمیت لری خو ستونزه دا ده چی دوی دواړه یو د بل په ژبه نه پوهیږی ( البته د لهجوی توپیر له وجی ) او پخپل منځ کی د شین سترګو ژبه کاروی، یوه ځیرکه دری کلنه لور لری او ممکن څو کلونه وروسته ئې دواړی ژبی ( پښتو او پخپو ) زده وی.
نو داسی کیسی دی.
سلامونه،
ورور غلام حضرت خان ته احترام او له ښو تبصرو ېې ښې پېرزوېنې وړاندې کوءم.
رښتیا هم د وطن هر بوټی دارو دی.هر کلی،هره ولسوالۍ او هر ولایت او ځوون او په ټوله کښې ټول هیواد آ د الفت باچا خبره د یو بڼ رنګارنګ ګلونه دي ، ونې څوک جګې دچا ټيټې ،میوه دارې او سیوري لرونکې ا.د.نورې
غلامجان ورور! خو وردک وروڼه دې هېر شوي؟؟؟؟حه
کولای شم ستاسو نه وپوښتم چې ته د کوم ولایت او کوم قوم ېې؟ لطفاٙٙ؟ .> فکر کړم د ډیرو تاندوالو مبصرینو ځينې پوښتنې به هم ځواب سي؟؟ که څنګه ؟ خوښه مو.!
په درنښت.متقاعد ډ.زړه ور ح.ا.صاپی/بروکسل د جنوري ۳ د ماسپښین ۲بجې =۱۲جدی=۱۰ جماذی الآخری
محترم ډاکټر صافی صیب ته لو مړی سلام او درناوی او بیا:
ستاسی په احترام به مو پوښتنی ته لنډ جواب ووایم:
زه د کندهار په ښار کی زیږیدلی یم او د ۴۲ کلونو را پدیخوا په شمالی اروپا کی اوسم البته دا دومره موده می حتی یو ځل هم د وطن د مور زیارت هم نه دی کړی.
قوم او تبار ته د ” لِتَعارفُو ” تر کچی معتقد یم او بس ( پلار می د میرویس خان د مورنی نیکه او مور می د میرویس خان په ټبر ده ( البته ویاړ او افتخار یوازی او یوازی په سالمه عقیده کی نغښتی دی او بس ) .
” په مدینه منوره کی کوم پښتون دوکاندار د مجلس په ترڅ کی را نه وپوښتل چی په قام څه یم په جواب کی می ور ته وویل چی زه پیغمبر زاده یم، په تعجب او خښم ئی را نه توضیحات وغوښتل ، په جواب کی می ور ته وویل چی مُلایان وائی سیدنا آدم علیه السلام لومړنی پیغمبر ؤ او انسانان ټول ” بنی آدم ” یعنی د آدم ع اولادونه دی بناً زه هم د آدم ع اولاد یم یعنی د پیغمبر اولاد یم. که څه هم زما جواب ور ته خوندور ؤ خو بیا ئی هم ټینګار وکړ چی سم جواب ور کړم ( د خپل ټبر څرنګوالی ور ته وښیم ) خو دا ځل سخت ور ته وخښمیدم او ور ته می وویل چی شریکه د رسول الله ص څخه شرم او حیاء نه کوی چی دا ډول ذهنیت دی په ځان کی روزلی دی؟ “.
همیشه می زړه غواړی چی د خپلو ګرانو وطنوالو ( خصوصاً پښتون او تاجک او هزاره او ازبک ) څخه په وچ ستونی دا وپوښتم:
په نړی کی یو میلیارډ مسلمانان اوسی او حد اقل څلور پنځه سوه میلونه ئې د عربی ژبی څخه بیګانه دی خو د همدی پنځه سوه میلونو څخه ئې حد اقل دوه سوه میلونه هره ورځ په عربی ژبه لمونځ کوی او همدارنګه په ډیر ویاړ او افتخار عربی! پیغمبر ( اغا رسول الله ) ته سلام او درود لیږی او د شفاعت غوښتونکی ئی دی،
نو
آیا د عربی ژبی او عربی پیغمبر عظمت او لویوالی به د پام وړ وی او که د پښتو او تاجکی او ازبکی ژبی عظمت؟
البته دا چی هر وولس ته خپله ژبه او خپل قام مقدس او محترم دی بیله خبره او بیل بحث دی خو خبره دا ده چی قومی او ژبنی او سمتی تعصب ( هغه هم افراطی تعصب) د بنی آدم او آدمیت د شأن سره نه ښائی.
وبخښی، خبره را نه اوږده سوه.
محترم حضرت خان السلام علیکم
ډېره مڼنه او تشکر له ځوابي کمڼټ او خپل ځان راپیزندلو. ښه ده چې د مجډدیانو له حضرتانو نه یاست!
زه هم شمالمغربي یوروپا یعنې تاسو سره ګاوڼډی یم خو زما ستاسو د هیواده دباندی اوسیدلو ۱/۳ مه برخه وخت کیږي .=۱۳کاله.
زه هم په خواشينۍ سره په دومره موده کې بیرته وطن ته نه یم تللی ؛البته لامل دا دی چې ولې تا او ما او ۵میلیونه پوکسټاین ته،۲-۳ملیون ایران ته، او نپوهیږو ۶-۷-۱۰ میلیونات بیلابیلو براعظمونو کې په بحر او بر ملکونو کښې سرګردانه افغانان! ګرځو!.
خدای خو دې لڼډ کړي دا د ځمکې طنابونه!!!.
درنښت او مڼنه. تر بیا …….