جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهچکري: تنظیمي جګړو ۲۵۰۰ تنه وژلي، خليلي په سرونو مېخونه وهل،...

چکري: تنظیمي جګړو ۲۵۰۰ تنه وژلي، خليلي په سرونو مېخونه وهل، زه يې شاهدي ورکوم

تاند:( شنبه، د جدي لسمه) د برهان الدين رباني په مشرۍ د جميعت ګوند پخواني مرستيال او د نوموړي او حامد کرزي د واکمنۍ وزیر محمد صدیق چکري په یوه مرکه کې د کابل د تنظیمي جګړو پر مهال د شاوخوا ۷۰ زرو تنو د وژل کیدو ادعاوې بې بنسټه وګڼلې.

نوموړي په یوه ټلویزیوني مرکه کې وويل، چې دی هغه مهال د اطلاعاتو او کلتور وزير و، د مرګ ژوبلې ټول خبرونه ور رسيدل او د هغو معلوماتو له مخې دا نه شي منلی، چې په دغو جګړو کې له ۲ نيم زرو تنو څخه ډېر کسان وژل شوي او له ۵ زرو څخه ډېر ټپيان شوي وي.

چکري د دغو جګړو پر مهال د حزب وحدت مرستيال محمد کريم خليلي، چې وروسته د حامد کرزي د حکومت مرستیال و، د خلکو پر سرونو په مېخ وهلو تورن کړ او ويې ويل، چې په دې اړه په دې دنيا او آخرت دواړو کې شاهدي ورکوي.

صديق چکري دا هم ومنله، چې د روسانو خلاف د جګړې پر مهال د پاکستان په پوځي مرکزونو کې زده کړې ورکړل شوي.

هغه په دې اړه، چې ګلبدين حکمتيار، برهان الدين رباني او احمد شاه مسعود هم يادې زده کړې ترلاسه کړي کنه، نا خبري وښوده.

هغه په عین حال کې وويل، چې طالبانو سره يې د قطر د سولې خبرو له وخته اړیکې وې او د هغو په بلنه يې قطر ته سفرونه کړي او مشورې یې ورکړي دي.

محمد صديق چکري په ورته مهال د طالبانو د حاکمې ادارې ننګه وکړه او پر ضد يې د وسله والو فعالیتونو مخالفت وکړ.

هغه د ښځو پر وړاندې د طالبانو د قيوداتو او د اسلامي شريعت د تطبيق په نوم د دوی د افراطي اقداماتو دفاع وکړه، خو د ټلويزيون د مخاطبینو سختو نيوکو سره مخ شو.

خلکو ښاغلي چکري ته وويل، چې په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور په کومو سترګو اشغال ګڼي، په داسې حال کې چې هغه مهال د حامد کرزي د حج او اوقافو وزير او نيږدې سلاکار و.

چکري په خپرونه کې د یاد شوي وزارت پر مهال د ميليونونه ډالرو فساد او له امله يې هېواد نه لندن ته د تېښتې په اړه هم توندې پوښتنې وشوې، خو هغه ياد شوي تورونه بې اساسه او پر خپل ضد دسيسه وګڼله.

6 COMMENTS

  1. چکری په خپله یو لوی غل ده دې کرزی منافق په دوره کې په میلیونو دالرو فساد وکړ او لندن ته وتشتید او هلته یې دې افغان ملت وینو باندی جایدادونه واخیسته اول خو ده خپله منافق پچکری کی پ سل هاو کسان وژلی دې بیا سنګه دې وای چې دوزره کسان دا هغه دو زره کسان یادوې چې دې ده خپل غله او لوټ ماران په پوستو او دې غلا په مهال مردار شوېې دې دی بی ګناه کابلیانو له شهادت نه هیڅ خبر نده پر هغه وخت کی دې دیې ای اس اې په هوټلونوکې اوسیده او افغانستان کې یې اور بل کړې وه لعنت په ده دوزخی شې

  2. د افغانستان د جهاد داستان
    د شوروي خلاف جهاد او ورسره زما تړاو
    لسم – اتلسم مخونه
    دولسم مخ
    د سردار داود حکومت چې کله دهغه خوځښت د مخنیوي هڅه وکړه نو کابو د ۲۳ په شاوخوا کې یوه ډله چې استاد برهاالدین رباني، ګلبدین حکمتیار، احمدشاه مسعود په کې شامل وو پاکستان ته راغلل، استاد سیاف هم د دوی سره ملګری و خو هغه په لاره کې نیول شوی و او په زندان کې پروت و.

    د پاکستان ډیر وفادار او په پاکستان مین ذوالفقار علي بټو نصیر الله بابر ته دنده وسپارله چې له افغانستانه راغلې دغه ډله منظمه کړي.
    نصیر الله بابر د جماعت اسلامي د مشرانو په مرسته کابو ۶ میاشتې په صوبه سرحد کې وساتل او د یو تنظیم په جوړولو یې کار وکړ.

    یوه ورځ راته نصیر الله بابر صیب وویل چې په یو تنظیم کې د افغانانو راټولول دومره سخت کار و لکه په ډنډ کې چې چینډښې راټولوې.
    =-=-=-=
    بابر بيا دې ټکي ته اشاره کړې ده چې موږ دوی ته د چريکي عملياتو زده کړه ورکړه او بيا مو ولېږل.
    د زده کړې ځای يې هم د چراټ پوځي چوڼۍ ياده کړې ده او دوی هر يو ته يې جلا جلا شفري نومونه ورکړي ول، لکه ګلکار، بچلۍ والا او د چترالی ملا.
    د ده خُسر رباني ته خو يې د ((چترالي ملا)) نوم ورکړی وو، نو دی څنګه خبر نه دی؟ حکمتيار ته به يې ((ګلکار)) ويلو. بابر پخپل کتاب کې دا ټوله کيسه کړې ده. مسعود ته به يې د ((بجلی والا)) ويلو.

  3. دا بې ناموسه په څومره جرعت د ۲۵۰۰ کسانو د شهادت په هکله خبرې کوي. لکه ده ته چې دا خلک انسانان نه ښکارېدل. په دې وژنو کې دی همغومره لاس لري لکه مسعود، رباني، مزاري، حکمتیار، خلیلی، سیاف او دا نورو جهادي مشرانو او قومندانانو چې درلود. د کابل د جګرو پر محال دی د جمعیت او شورای نظار لپاره د شرقی او جنوبشرقي حوزې مالي مسؤل و. ده به قومندانانو ته پیسې ورلېږلي، او خپل روزګار یې هم په خوند کې و. دا بې ناموسه اوس داسې خبرې کوي لکه دی چې فرشته و. تر چکري بل فاسق او فاجر سړی د ځمکې په سر نشته. له غلاو تر اختطاف، پلان شوي جرمونو، قاچاق، رشوت، فحشا نه نیولی تر وژنو په ټولو کې دا حرمونی لاس لري. د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې یې موردګاوي کوله، په حج او اقافو وزارت کې یې د حاجیانو په لکونو دالر غلا کړل او بیا له محاکمې وتښتېده. اوس هم راغلې چې خپله شتنمني راټولې او جیدادونه خرڅ کړي او بېرته وتښتي. دا خائين باید دهغو ۲۵۰۰ کسانو په وژنه چې دی پرې خپله اقرار کوي محاکمه شي.

  4. متاسفانه د برهان الدین رباني د ملوک الطوائفي پنځه کلنې دورې زیاته برخه د کابل ښاریانو په وژلو او د ښار په ورانولو تېره شوه.
    هره ناحیه د یو بېل دولت حیثیت درلود . د کابل ښار دریمه ، شپږمه او د پنځمې ناحیې زیاتې برخې له ایران نه راغلي عقدیانو د عبدالعلي مزاري ، کریم خلیلي ، محمد اکبري ، حاجي محمد محقق او … شیعه ډلې چې په حزب وحدت اسلامي کې سره راټول شوي ول . طاهر دیوانه یې وینې څښونکی قوماندان وو همدارنګه د فقید ل . محسني د ډلې تر واکمنۍ لاندې وې .
    محسني خپله ښه انسان وو خو په خپلو نظامیانو یې واک نه چلېده او قمبر لنګ یې تر ټولو پلید او سفاک قوماندان وو.
    زما په نظر د کابل په غرب کې شاوخوا 5000 تنه یواځې د شورای نظار او جمعیت مسلح کسان د حزب وحدت او محسني چریکانو ووژل . دوی د دارلامان قصر ، لوای سه ، تاج بیګ قصر ، د امنیت پنځم ریاست ، د دفاع وزارت په ټولو ریاستونو او ادارو کې ، د دارالمعلمین ، نور شفاخانې ، وترنري ریاست په دفترونو کې مېشت ول .
    د شورای نظار او حزب وحدت د جنګونو په وخت کې چاته اجازه نه وه چې له کورونو ووځي . خصوصا وحدتیانو اجازه نه ورکوله . نو کله چې د کابل ښار مسکوني برخې لکه دهمزنګ ، تپه سلام . جمال مینه ، مامورینو کارته ، میرویس میدان ، دریمه او څلورمه کارته ، له ګذرګاه تر دهمراد خان او دارلامانه مسکونې ساحې یواځې د شورای نظار ، جمعیت او حزب وحدت او حرکت محسني له خوا په کنډواله بدلې شوې . د هغو سیمو اوسېدونکي په کورونو کې ښخ یا سپیو وخوړل .چې تعداد یې لسګونو زرو ته رسیږي .
    کله چې حزب وحدت یاغي شو او د اتحاد اسلامي پر پوستو یې له دهمزنګ تر کارته چهار ، کارته سه ، جمال مینه ، پوهنتون ، میرویس میدان ، مامورینو کارته ، سیلو ،د اجتماعي علومو انستیتوت ، سره میاشت ، د خوشحال خان سیمه او پنځمه ناحیه کې د اتحاد اسلامي پوستې چې په کورونو ، دولتي دفترونو او ښوونځیو ، څلور لارو کې ځای پرځای وې ، په یو دو ورځو کې اشغال کړې ، د اتحاد اسلامي یو جنګیالی هم ژوندی ترې ونه وت او په دې سیمه کې هر پښتون د حزب وحدت او حرکت محسني لپاره مشروع هدف وو.
    ویل کیږي چې د اجتماعي علومو، څارندوی یا پولیسو اکادمي ، سره میاشت او افشارو پرسیمه کې د شورای نظار او جمعیت اسلامي له یوې خوا او د حزب وحدت اسلامي د سرنوشت جوړونکي یوې ورځې په جنګ کې شاوخوا 15000 د سیمې اوسېدونکي شهیدان شول چې د دواړو خواو جنګیالي په دې کې نه دي شامل . د ځینو وژل شویو ویدیو ګانې هم شته .
    حزب وحدت او حرکت محسني یواځې د حبیبې لیسې او پل سرخ ترمنځ هره ورځ لس دولس نفره سني مذهبه بې ګناه لارویان د خپلو موضیعګانو جوړولو ، ساتیرۍ او رقص مرده تجربه کولو لپاره وژل . د هغو شهیدانو ارواوې د ښادې او د ظالمانو مخ د تور او د قیامت په ورځ به ځواب ورکوونکي وي .
    بِأَیِّ ذَنبٍ قُتِلَت؟!

    د حزب اسلامي تر کنترول لاندې د چهلستون ، کارته نو ، شاه شهید ، ولایتیو ، هودخېلو او نورو سیمو او د جنبش اسلامي جګړې د ښار په اوله ناحیه او مکروریانونو کې ځان ته تفصیل غواړي . هیله ده زمونږ راتلونکی نسلونه د تاریخ د تورمخو قاتلانو او عقده یانو ، پرواک او قدرت مینو تش په نامه جهادیانو کړنې هېرې نه کړي .

  5. د لوستونکو د معلوماتو لپاره باید اضافه کړم چې
    په کابل ښار کې د مجاهدینو کورنیو جګړو درې مرحلې درلودې :
    1 په اوله مرحله کې د 1371 کال د ثور له 8 شروع شوه چې د جمعیت اسلامي تنظیم او د شورای نظار مشهور قوماندان احمدشاه مسعود په مشرۍ چې د دولت اسلامي افغانستان د دفاع وزیر هم وو د حزب وحدت اسلامي افغانستان او حرکت محسني په همکارۍ د حزب اسلامي افغانستان په مقابل کې چې مشرتوب یې ګلبدین حکمتیار کاوو، سره متحد شول او د حزب اسلامي پوستې یې د کابل د لوېدیز له ځینو سیمو ، د شیر دروازې ، تخت زنبورک شاه ، ګذرګاه ، نادرخان غونډۍ ، بالاحصار ، اولو مکروریونو نه پر شاه کړې خو وړاندې تګ ورته ستونزمن شو.
    2 د همدې کال د جدې پریولسمه چې د میلادي کال لومړۍ ورځ وه ، د حزب اسلامي افغانستان د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ ، جبهه نجات ملي افغانستان د مرحوم صبغت الله مجددي ، حزب وحدت اسلامي افغانستان د عبدالعلي مزاري په مشرۍ او جنبش اسلامي افغانستان د عبدالرشید دوستم په مشرۍ شورای هماهنګي جوړه کړه . دوی په اوله ورځ زیات پرمختګ وکړ ، لومړی مکروریون تر محمود خان پله ، بالاحصار ، د نادرخان غونډۍ ، د کابل زوړ ښار یا اوله ناحیه کې تر پل باغ عمومي پورې پرمختګ وکړ . خو وروسته د نظار شورا ټانکونو چې د آسمایی غره یا د تلویزیون د آنتنونو شاوخوا ته موضع نیولې وي د هغوی موضګانې وځپلې او دوی یې شاتګ ته مجبور کړل .
    3 په دریمه مرحله کې چې کله طالبانو د ګلبدین حکمتیار قرار ګاه د شورای نظار او جمعیت اسلامي افغانستان په همکارۍ په چهار آسیاب کې ونیولي ، شورای نظار تر سنګ نوشتې ، ګل باغ او چهلستون پورې پرمختګ وکړ. جنګ د کابل له ښار نه لږ د ښار څنډو ته په شا لاړ . په پای کې د 1376 کال د میزان په 6 طالبانو د سروبي له لارې د کابل ښار ونیو او جمعیت اسلامي او دهغې ډلې دفاع وزیر لومړی مزارشریف ، بیا تخار ته او وروسته د تاجکستان کولاب ته کډه بار کړه .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب