دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeکلتورصبا قمر ولې په کراچۍ کې ټیکسي چلوي؟

صبا قمر ولې په کراچۍ کې ټیکسي چلوي؟

داودجبارخیل
صبا قمر د پاکستاني ډرامو او فلمي صنعت یوه کامیابه اداکاره ګڼل کیږي.
تیره ورځ د عکسونو او ویډیو شریکولو پلیټ فارم انسټاګرام باندې یوه ویډیو اپلوډ شوې چې پکې صبا قمر له خپلې کورنی څخه نادرکه شوې ده.
په ویډیو کې صبا قمر د کوچني ماشوم په څیر ژاړي او په مسخره انداز کې وايي، «زه باید کور ته لاړ شم، زه ستړی یم، زه باید کور ته لاړ شم، زه کور یادوم، د دسمبر په میاشت کې خلک ګوندي، رخصتۍ ته ځم خو زه. له یوې میاشتې راهیسې د کراچۍ پر سړکونو ټکسي چلوي.»
ولی صبا قمر په کراچۍ کې د خپلې نوې ډرامې په شوټینګ بوخته ده.
د رسنیو د راپور له مخې، صبا قمر به د خصوصي ټي وي چينل اے آر وای ډيجيټل نوې ډرامه کې له اداکار منيب بټ سره وليدل شي۔
دا ډرامه به له شپږو  تر اوو قسطونو پورې ولري او له دودیزو ډرامو سره به توپیر ولري.
په دې ډرامه کې منیب بټ د “مخ نات” رول لوبولی دی.
صبا قمر هم خپل عکس په انسټاګرام کې شریک کړی چې پکې هغه په ​​ټکسي کې ناسته ده.
هغې وویل، “زه په دې انتظار کې وم چې وویل شي چې زه د ARY او iDream لخوا دپر یوې خورا  ځانګړې پروژې بوخته یم.
صبا قمر سږکال د هند انلاین سټریمنګ پلیټ فارم Zee5 ډرامه “مسټر او مسز شمیم” کې هم لیدل شوې وه چې پکې نعمان اعجاز هم شامل وو، په داسې حال کې چې د هغې ډرامه “فریب” هم په ARY کې روانه ده.

3 COMMENTS

  1. دی پاکستانی بچیه نوردی هیچ پیدا نکړل چی ولاړې دی پاکستان دې ډمی صفت دې مونږ ته شروع کړ خپل هنرمندان وهی او ډبوېې او نارواې بولې خو دخپل ناروا پلار دې ډمانو صفتونه کوې

  2. تر دې چې خپل د وطن پر کوم اړخ مو ليکل کړي وای ډېر به ښه وای، مونږ يې له پنجابۍ ډرامه جوړوونکې او کارکوونکو سره څه؟؟

  3. نيازي وروره ، کيداى شي تاندوال په دې لېنکه کي کوم سياسي هدف ولري ماخو همداسي اخيستنه تري وکړه نور نو والله اعلم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب