لیکوال: سراج احمد حبیبي
د دې پوښتنې ځواب ظاهراً اسانه دی؛ خو که تاریخ ته وګورو، زموږ د بدمرغي تر ټولو ستر لامل همدا د نظام پر سر جنجالونو نه راپورته شوی دی، هر ډله چې په افغانستان کې واک ته رسېدلې، د افغانستان د نظام بنیاد یې د اصلاحاتو راوستو په نامه له بېخه نړولی دی، همدا سبب دی چې له احمدشاه دراني نه نیولې تر اشرف غني پورې هیچا هم په افغانستان کې یو مقتدر نظام رامنځته نه شوای کړای، هر یوه یې پر خپل افراطي فکر د ولس وینې وځبېښلې او د نړیوالو د شومو اهدافو پر ژرنده یې زموږ د وینو سیلابونه ور برابر کړل. اوسنیو زمامدارانو او واکدارانو هم دا دي د ولس په زړونو کې د خپلې راټوکېدلې مینې ریشو ته تشه په خپله نیولې ده. داسې تصمیمونه یې ونیول او لا یې نیسي، چې نه پر اسلامي روحیه برابر دي او نه هم پر ملي هغې؛ خو زموږ افغانانو مزاج بیا داسې پیدا شوی دی، چې تر هر څه نه ډېر د همدغو دوو روحیو له مخې موږ هر ډول قرباني ته چمتو شوي یو او لا به چمتو کېږو. هر چېرته چې پر کومه موضوع موږ ټول راټول شوي یو او اتحاد مو پرې کړی دی، د هغې موضوع پر ځمکه یوازې همدغه دوه ډوله ټغرونه غوړېدلي او بس.
اوس پوښتنه دا ده چې په افغانستان کې به تر څه وخته داسې د نظامونو تغییر او بدلون دوام کوي؟ ایا موږ یوازې د ترپ او خرپ لپاره پیدا یو او که د خدای تعالی په وېړ دربار کې د ارام ساه اخیستو وړ هم یو؟ د دې پوښتنې ځواب دا دی، چې تر هغې وخته پورې به دا چارې دوام مومي، چې تر څو د واکدارانو او زمامدارنو پر زړونو الله سبحانه وتعالی د خپل رحم اوبه تویوي، موږ د هغه تبارک وتعالی د دغه رحم اوبو ته لکه سیپۍ (صدف) خولې پر دعا خلاصې نیولې دي؛ خو دا مو له یاده وتلي دي چې:
چا چې خپل قدر پخپله وکړ ګله
ستاره د هغه قوم په عروج شوله
خدای هم نه بدلوي حال د هغه قوم
څوک چې نه بدلوي خپل حالت په خپله
اوس د دې لپاره چې موږ خپل حالت پخپله بدل کړی وي، باید خپله لاس په کار شو، د وطن د ابادۍ او سوکالۍ لپاره شپه او ورځ یوه کړو او کاروزیار ته مټه شو؛ خو دا هغه وخت شونې ده، چې ولس او نظام مو یو له بل سره په تقابل کې نه وي، بلکې ولس مو نظام خپل وګڼي او نظام مو هم ولس خپل. د داسې چارې لپاره د ولس پر زړونو حکمراني کولو ته اړتیا وي، نه د هغوی پر څټونو؛ خو زموږ حکمرانان بیا تل د خپل ولس پر څټونو سپاره وي. همدا لامل دی چې تر ننه د یوه مقتدر نظام څښتنان نه شوو.
د یوه مقتدر نظام د رامنځته کولو لپاره باید دا پوښتنه د هیچا په ذهن کې هم خطور ونه کړي، چې جمهوریت دی او که امارت؟ بلکې هر هغه نظام چې د خپل ولس د رفاه او اسایش لپاره کار کوي، هماغه یو مقتدر او ډېر دوام موندونکی نظام دی او هماغه نظام د افغانستان د زخمي وجود د زخمونو درملنه تر بل هر نظام ښه کولای شي او بس.