یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهامریکا د ترهګرۍ ځپلو په پلمه پر افغانستان د پاکستان د احتمالي...

امریکا د ترهګرۍ ځپلو په پلمه پر افغانستان د پاکستان د احتمالي بریدونو ملاتړ وکړ

تاند:( چار شنبه، د جدي څوارلسمه) د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند د پاکستان د هغه خبرداري ملاتړ کړی، چې وايي په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د ادعا شوي حضور د ختمولو لپاره د افغانستان پر خاوره بریدونه کوي.

امریکايي ویاند ند پرایس په خپله خبري غونډه کې ویلي، چې هیڅ هېواد ترهګرو ډلو ته د پناه ورکولو حق نه لري.

د هغه په وينا، پاکستان حق لري چې د ځان پر وړاندې د ترهګریزو خطرونو د رفع کولو لپاره اقدام وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ډیورنډ فرضي کرښې ته له نیږدې سیمو په نا تایید شوو راپورونو کې پر افغان خاورې د پاکستان د احتمالي هوايي او ځمکنيو بریدونو د ترسره کیدو د چمتووالي خبر ورکړل شوی.

رسمي سرچينو دا خبر تایید یا رد کړی نه دی، خو د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد پاکستان ته د دغو بریدونو پر وړاندې د دریدو خبرداری ورکړی.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې په افغانستان کې د پاکستان د تحريک طالبان ډله پټنځايونه لري او د پاکستان خلاف بریدونه ترسره کوي.

 د طالبانو اداره دا تورونه بې بنسټه بولي.

د طالبانو او پاکستان ناندرۍ په داسې حال کې دي، چې يو شمېر شنونکي تحریک طالبان پاکستان د پاکستان يوه استخباراتي پروژه ګڼي او وايي، له دې ډلې د پښتنو سيمو د ناامنه او وروسته پاتې ساتلو تر څنګ د دوی خلاف د عملياتو په نوم نړيوالو نه مرستې او امتيازات ترلاسه کوي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی پرون وویل، چې د پاکستان اوسنی وضعیت د دغه هېواد د خپلو پالیسیو پايله ده.

پاکستان سره د مطبوعاتي ناندريو په لړ کې، د طالبانو د حاکمې ادارې وياند ذبيح الله مجاهد له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د پارونکو خبرو پر ځای د وضعیت کابو کولو لپاره خپل مسوولیتونه تر سره کړي.

پاکستان شاوخوا یو کال مخکې د افغانستان په خوست او کونړ ولايتونو کې د پاکستاني طالبانو د ځپلو په پلمه هوايي بريدونه وکړل، چې لسګونه تنو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

ياد شوي بريدونه طالب چارواکو غندلي وو او په اړه يې د پلټنو خبر ورکړی و، خو تر اوسه د دغو پلټنو پايلې نه دي څرګندې شوي.

6 COMMENTS

  1. د امریکا منافقو ډیموکراتانو تل د پاکستان طرفداری کړی او پاکستان ته یې ترجیح ورکړې. ډیموکراتان په امریکا کې په منافقت او دوه مخیتوب مشهور دي او نه یواځې نړیوالو سره بلکې د امریکا د خلکو سره هم منافقت کوي. دوی ښه پدې پوهیږي چې افغان او پاکستاني طالبان دواړه د پاکستان پوځ روزلي او ددواړو واګې د هغوی په لاس کې دي مګر بیا هم ورته ښه او بد طالبان وايي. داسې معلومیږي چې پاکستان او امریکا کومې بلې لوبې ته چمتوالی نیولی نو ځکه اوس دیوالی شوی پاکستان چې په قرضونو کې ډوب دی او خلک یې ډوډۍ نلري دومره په سپین سترګۍ په افغانستان کې د عملیاتو کولو اخطارونه ورکوي او امریکا یې هم خوا نیسي، خو امید دی چې دا نوې لوبه د پاکستان د بربادۍ او نابودۍ سبب وګرځي.

  2. دا دې افسوس جای ده چی دې افغان ملت سر نه لرې افغانی طالب هم دې پاکستان ګوډاګی ده او دی پاکستان طالب دې ای اس ای یوه شعبه ده دا دواړه په ګډه دې افغان ملت دې نابودې لپاره کار کوې په اوس وخت کې که پاکستان حمله کوې نو طالب به هیچ دملت ملاتړ تر لاسه نکړې او دا به ملت ته یو غټ چانس وې چې طالب وځپی

  3. کومه بریدونه چی پاکستان یی کوی امریکا غواړی چی پآکستان ته ډالر ورکړی په قرض باندی ترڅو دقرض په مقابل کی خیبر پښتانه ورباندی وځپی او افغان دولت سره په دښمنی واوړی او افغان طالبان د پآکستان خلاف را پورته کړی مګر دا بهتر لار ده چی طالبان خپلو افغان سیاسیونو او نظامی کارپوهانو سره که هغه نجیب د دوری کسان دی یا کرزی یا غنی د دوری باید ددی هیواد د ساتنی لپآره لاس یو کړی او پاکستان او نړی ته د دوی د ۴۵ کلنی مداخلی او جنګی ډلو ټپلو د ملاتړ په اړه نړیوالی محکمی ته شکایت او افغان ولس ته د پنجاب پوځ په مقابل کی بسیج کیدو او یووالی په اړه کمپاین پیل کړی ځکه دا هیواد تنها د طالب نده پدی هیواد کی هر افغان حق لری چی دفاع یی وکړی مګر اوسنی چارواکی پدی وخت له روسیی او چین سره د نظامی او سیاسی ډیالوګ له لاری اړیکی ټینګی کړی او معضلی د حل لپاره ورڅخه نظر او مرسته وغواړی

  4. اوښ ته چا وويل چې کوم يو دې ډېر بد ايسي؟
    ځوړ دې ښه ايسي او که ختل؟
    نو هغه ورته چې درېواړه دې ورک شي..
    هغه ورته وويل چې درېيم يې لا څه شی دی؟
    ورته يې وويل چې د باران چيکړې.
    موږ ته جمهوريپال او ديموکراتان دواړه لا څه ان چې نور سيمه ييز قوتونه لکه چين او روسيه هم بد دي. تر پرونه ضمير کابلوف له همدې پاکستان او طالبانو سره غاړه وړله او همدوی پرې خوشالي وکړه، خو نن يې ….

  5. اوس به د حقانیه، بنوریه او اشرفیه مدرسو او نورو پاکستانی ملایانو دریځ څه وی ، چه د چا په مقابل به د جهاد فتوا ورکړی، د اسلام او که پاکستان ، لوبه عجیبه پړاؤ ته په بدلیدو ده

  6. د پاکستان اساس په جنګ کولو او شر اچولو اېښودل شویدی، ځکه د دغه مصنوعي هېواد جوړول نه کوم ملي اساس لري او نه کوم طبیعي یا جغرافیایی بنیاد . که جنګ نه وي پاکستان به هم نه وي .
    که څه هم مونږ افغانانو مخکې یو دوه تاریخي چانسونه له لاسه ورکړل او هغه وخت چې پنجابیان د کشمیر او بل ځل د بنګلدېش په سر له لوی هندوستان سره په جنګ بوخت ول. مونږ بېطرفي اعلان او په حقیقت کې د پاکستان طرفدارې وکړه.
    که دا ځل پاکستان د افغانستان پرسپېڅلې خاوره تر هر عنوان لاندې تجاوز او یرغل کوي ، باید ټول لر او بر پښتانه ، بلوچان ، سندیان او کشمیریان د پنجاب د متجاوز او ظالم پوځ پرضد قیام وکړي ، خپله آزادي ترې واخلي او د تل لپاره د سرطان له دغې مضرې دانې نه ځان خلاص کړي .
    افغانانو ته هم په کار ده چې موقتا خپل اختلافات له موجوده طالبي اوملایی حکومت سره وځنډوي او د خپل هېواد د ملي تمامیت ، ملي یوالي او خپلواکۍ د ساتلو لپاره په یوه صف کې سره راټول او دغه تورمخې، تورلنګي پنجابي اشغالګر او استعمارګر پوځ ته داسې ماته ورکړي ، چې د مقدوني سکندر ، چنګېز ، انګرېز ، روس او نورو په مقابل کې د افغانانو یوالی او وطندوستي یاد بیا تازه او ثابت کړي .
    خو هندوستان هم باید داځل ناځواني ونکړي ، د افغانانو ، کشمیریانو او بلوچانو ترڅنګ وردیږي او په مقابل کې خپل له لاسه وتلی پنجاب د بېرته تر لاسه کړي .
    شاهین افغان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب