چهارشنبه, مې 8, 2024
Home+د وینې ګرمي، د ځیګر ګرمي | ډاکتر علي قمرزی

د وینې ګرمي، د ځیګر ګرمي | ډاکتر علي قمرزی

زموږ په وطن کې مختلف ځینې طبي اصطلاحات ناسم مشهور شوي او ځینې یې د روغتیایې کارکوونکو له خولې هم اوریدل کیږي چې زیاتره یې له طبابت سره په ټکر کې دي.
 له دې جملې یو چې شاید تاسو هم له ډیرو روغتیاپالانو اوریدلې وي هغه دا ده چې «ستاسو وینه ګرمه ده» یا دا چې د «ستاسو ځیګر ګرمي لري.»
په طبابت کې د ځیګر ګرمي یا د وینې ګرمي په نوم کومه ناروغۍ او اصطلاح نه شته.
دا اصطلاح هغه وخت ځینې روغتیاپالان کاروي چې کله په لابراتواري معاینه کې دد وینې Alanine transaminase (ALT) یا SGPT انزایم سویه پورته ولیدل شي.
نوموړی انزایم د وینې په پلازما، د بدن مختلفو انساجو او ډیره اندازه په ځیکر کې وي. په طبابت کې په معمول ډول د یاد انزایم معاینه د ځیکر روغتیایي حالت او د ستونزو د څرنګوالي لپاره ترسره کیږي. نورمال اندازه یې تر (IU/L ۴۰-۱۰) پورې ښودل شوې ده.
د سویې د لوړوالې لاملونه مختلف دي لکه د ځیګر ستونزې، د شکرې ناروغي، د زړه عدم کفایه، د صفرا لارې بندښت، د ځینو درملو دوامداره استعمال… او په نورمال شکل هم لوړیدلای شي.
نو د دغه انزایم د لوړوالې په صورت کې باید معالج ډاکټر ناروغ ته مشخص لامل ور په ګوته کړي، نه دا چې د وینې یا ځیګر ګرموالي په نوم ناروغ ته یوه نوې ناروغی او اندیښنه پیدا کړي.

3 COMMENTS

  1. ستاسو له معلوماتو نه مننه ،
    محترم داکتر صاحب قمرزی ، که تاسو زما دا پوښتنه ولوستله ، نو مهرباني وکړئ د وینې د کښلو یا حجامت ( حجامې ) په هکله لږ معلومات راکړئ ، آیا دا رښتیا ده چې د اضافي وینې کښل د حجامې په ډول انسان ته ګټه رسوي ؟

    • سلامونه وروره. زه به لږ ستاسو په خبره رڼا واچوم. خبره داسې ده چې د انسان وجود يوه لويه دنيا ده. د دې ځينې رازونه برسېره شوي دي خو زياتره خوندي دي. دا کوم چې برسېره شوي هغه هم د تجسس له مخې شوي دي. دا د وينې ايستل او ددې سره د روغتيا تړون هم يو خوله پټ راز دی. خو يوه ورځ به يې خامخا څوک و څیړی او خپلې نتيجې به ساينس پوهانو ته وړاندې کړي چې ايا حجامه کول په رښتيا د روغتيا په هکله ګټور کار دی او که نه. ک ګټور وخاته بيا به څوک بل دغه څېړنه وکړي چې دا څنګه کېږي او ټول ميکانيزم څه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب