جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهنبیل: ط-ان د سیمه ییزو اجنډاوو لپاره واک ته رسول شوي

نبیل: ط-ان د سیمه ییزو اجنډاوو لپاره واک ته رسول شوي

تاند:( چار شنبه، د جدي څوارلسمه) د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل په سیمه کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افراطي ډلو د خطرونو زیاتیدو ته په اشارې وايي، چې طالبان د نړیوالو رقابتونو په لړ کې د سیمه ییزو اجنډاوو د عملي کولو لپاره واک ته رسول شوي دي.

نبیل پرته له دې، چې امريکا متحده ايالاتو او طالبانو سره د دوحې تړون ته ېې اشاره وکړي وايي طالبان که وهم غواړي چې په افغانستان کې د سیمې د سخت دریځو اسلامي ډلو مخه ونیسي، له دې وېرې ېې نه شي نیولی، چې يادې ډلې به له داعش ډلې سره لاسونه یو او د دوی لپاره به سرخوږی شي.

د نبیل دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په وروستيو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د پاکستان د تحريک طالبان ډلې د فعالیتونو په اړه ناندرۍ زیاتې شوي.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې په افغانستان کې د پاکستان د تحريک طالبان ډله پټنځايونه لري او د پاکستان خلاف بریدونه ترسره کوي.

 د طالبانو اداره دا تورونه بې بنسټه بولي.

د طالبانو او پاکستان ناندرۍ په داسې حال کې دي، چې يو شمېر شنونکي تحریک طالبان پاکستان د پاکستان يوه استخباراتي پروژه ګڼي او وايي، له دې ډلې د پښتنو سيمو د ناامنه او وروسته پاتې ساتلو تر څنګ د دوی خلاف د عملياتو په نوم نړيوالو نه مرستې او امتيازات ترلاسه کوي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی پرون وویل، چې د پاکستان اوسنی وضعیت د دغه هېواد د خپلو پالیسیو پايله ده.

پاکستان سره د مطبوعاتي ناندريو په لړ کې، د طالبانو د حاکمې ادارې وياند ذبيح الله مجاهد له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د پارونکو خبرو پر ځای د وضعیت کابو کولو لپاره خپل مسوولیتونه تر سره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب