تاند(یکشنبه، د حوت ۳) افغان دولت ویلي چې د امریکا او طالبانو د دوحې هوکړه کې له دوی سره لازمې مشورې نه دي شوي او همدا لامل و چې دا تړون نه د سولې برخه کې اغېزمن تمام شوی او نه یې هم تاوتریخوالی ختم کړی.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ ویلي، په یاد تړون کې داسې اصطلاحات کارول شوي چې په وینا یې د جګړې د یوې برخې سره معافیت او رضایت پکې څرګندېږي.
نوموړي زیاته کړې چې افغان دولت په هېواد کې حتی د یو څاڅکې وینې بهېدل هم نه شي زغملی او نه غواړي چې نور دې تاوتریخوالی او جګړې دوام ومومي.
افغان دولت دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د جو بایډن په مشرۍ د امریکا نوې ادارې د امریکا او طالبانو د شوې هوکړې د بیا کتنې خبره کړې ده او خپله ولسمشر بایډن بیا ویلي چې د ده اداره له ډیپلوماټیکو لارو د افغان جګړې د پای ته رسېدو کلک ملاتړ کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، د ښې پرېکړې لپاره د امریکا حکومت اړ دی چې د ټرمپ او طالبانو ترمنځ شوې هوکړه و ارزوي.
انتوني بلینکن ویلي امریکا ته باید روښانه شي چې طالبانو پر خپلو ژمنو عمل کړی کنه او دا ډله امریکا د خپلو ژمنو له عملي کولو څومره ډاډمنولی شي.