چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهملي امنیت د داعش او حقاني۵ غړي نیولي

ملي امنیت د داعش او حقاني۵ غړي نیولي

تاند(یکشنبه، د حوت ۳) د ملي امنیت عمومي ریاست د حقاني شبکې او داعش ډلې ۵ غړي نیولي دي.

د ملي امنیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، امنیتي ځواکونو د یادې ډلې هغه غړي نیولي، چې د کابل ښار په مختلفو سیمو یې د راکټي بریدونو د تنظیم، د راکټونو د انتقال او ځای پر ځای کولو دنده لرله.

خبرپاڼې زیاته کړې، چې یاد کسان جاوید، روح الله، احمد مرید، حفیظ الله او عبدالجبار نومیږي، چې د کابل ښار په ۱۷ امنیتي حوزه کې نیول شوي دي.

یاد ریاست ډاډ ورکړی چې د خپلو هېوادوالو د امنیت د خوندیتوب لپاره شپه او ورځ هڅه کوي تر څو د هدفي وژنو ګراف راښکته کړي.

ملي امنیت داسې مهال د یادو کسانو د نیول کېدو خبره کوي چې په دې وروستیو کې د کابل ښار کې تاوتریخوالي او هدفي وژنو زور اخیستی او هره ورځ ډېری کسان پکې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

1 COMMENT

  1. که دا کسان تورن وختل باید ژر تر ژره اعدام شي. کنه سبا به بیا لکه دا نور ترهګر د تبادلې په نامه خوشې شي او بیا به لسګونو کورنی د غم په ټغر کېنوي. طالب خو هسې هم په نه په ملکي افغانانو او نه په دولتي کارکوونکو رحم لري. نو انتظار د څه لپاره.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب