چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeکلتورمورنۍ ژبه| قریب آرین

مورنۍ ژبه| قریب آرین

تر هر څۀ د مخه د مورنۍ ژبې د تعریف په اړه غږېږم:
مورنۍ ژبه هغه ژبه ده چې یو انسان د خپل ژؤند لۀ لومړیو څخه نیولې؛ بیا تر وروستیو آه او سلګیو پۀ هغې ګړېږي، تر څو د خپلو خیالاتو او د افکارو اظهار پرې وکړای شي.
که خپلې اساسي/بڼسټیزې خبرې پیلؤم نو پۀ دې شکل چې:
موږ پۀ یوۀ نړیوال ګډ کلي کې ژؤند کوؤ، نوموړي کلي د نن عصر او ټکنالوژۍ پرمټ خورا پرمختګ او ګړندي ګامونه اخېستي؛ او دا ګانومونه د دې لامل شوي څو ټوله نړۍ د یوۀ ګډ کلي شکل ځانته واخلي او اړیکې سره ؤپالي.
څومره ښه ده چې یو سړی د نړۍ د مختلفو هېوادونو د ژبو پۀ زده کړه کې بریالی وي او د نړۍ د مختلفو هېوادونو مختلفې ژبې یې زده کړې وي، همدارنګه دا ددې لامل شوی وي څو نوموړی د نورو هېوادونو او سیمو خلکو سره خورا ښې او ګټورې اړیکې ؤلري.
خو! تر بل هر څۀ اړینه ده چې د خپلې پېژندګلوۍ اړخ؛ یا « مورنۍ ژبه » هېره نۀ کړي!!!
د مورنۍ ژبې او د مورنۍ ژبې د ویلو پۀ عمـــــده ګټو غږېږم:
*¹ــ مورنۍ ژبه د زده کړې لومړی بڼسټ ده.
ددې خبرې د اثبات لپاره مې د ډاکټر جېم کیومنز پروفیسور او د پوهنتون استاد دا خبره رانقل کړې چې:  « هغه کوچنیان چې خپله مورنۍ ژبه یې زده وي؛ پۀ ښوونځي کې د نورو ژبو د زده کولو ښۀ استعداد لري …»
*²ــ پۀ مورنۍ ژبه خبرې د زړۀ تَل ته لوېږي.
ددې خبرې د اثبات لپاره مې د نېلسن منډیلا دا خبره را نقل کړې چې:
«کۀ یو چا سره پۀ داسې ژبه خبرې وشي چې هغه پرې پوه شي؛ نو ستا خبره به د هغه مغز ته ولوېږي، خو کۀ چېرې هغۀ سره د هغۀ پۀ مورنۍ ژبه خبرې وکړې نو؛ دا به د هغۀ زړۀ ته ولوېږي …»
او همدارنګه ددې دوؤ اصلونو تر څنګ مورنۍ ژبه د پېژندګلوۍ نښه هم ده:
مثلاً پۀ دې لویه نړۍ او ستر عالم کې مختلف خلک د مختلفو هؤیتونو، کلتورنو او ژبې پۀ درلودو سره لۀ یوۀ بله جلا دي، هر څوک د خپل هؤیت، کلتور او ژبې پۀ اساس پېژندل کېږي …
د مورنۍ ژبې پرته پۀ نورو ژبو غږېدل او د هغې منفي ټکي:
کۀ فکر کوئ د مورنۍ ژبې پرته پۀ بله ژبه خبرې کول ستاسې د لوړوالی ښکارندوی دی؛ نو تېروتي یاست!
ډېر وخت به مو لیدلي وي زموږ ځوان کهول د خپلې مورنۍ ژبې پرته پۀ نورو ژبو ګړېږي او همدارنګه زموږ ځینې مشران د خپلې مورنۍ ژبې ترڅنګ د نورو ژبو ښۀ پرېمانه وېیؤنه/لغات کاروي، دوی ښایي داسې ؤ انګېري چې خلک/خپل لیدونکي، اورېدونکي او لوستونکي تر خپل اغېز لاندې راولي؛ حال دا چې ځان ښؤونه او پۀ غیرِ ضروري توګه خلک تر خپل اغېز لاندې راوستل یوه اخلاقي نیمګرتیا ده. نو لا زمه ده چې پۀ یوۀ مجلس، غونډه او بل هر ځای کې پۀ ساده، کره او د خپلو خلکو پۀ ژبه وګړېږي او هم دې ددې هڅه نۀ کوي چې د پردیو ژبو د کلِمو پۀ ویلو خلکو ته خپل رُعب او دبدبه وښیي، دا ځکه چې نورې ژبې د پردیو ژبې دي چې یواځې کلِمات یې توپیر لري؛ نور هیڅ نۀ دي …
د دې ترڅنګ په بله ژبه خبرې کول د لیاقت کوم معیار نه دی!
د بلې ژبې کارؤلو او نورو لغاتو کارول داستونزه هم منځته راوړي؛ چې موږ خپلو خبرو کې تېروتنه ؤکړو، پۀ داسې حال کې چې ډېره کوچنۍ تېروتنه به مو هم خلک خندا او خبرو ته ؤپاروي…
څـــــــۀ کول پکار دي!؟
د مورنۍ ژبې د ساتلو لپاره کوم ګــــامونه اړین دي!؟
پۀ وطن کې د شته ستونزو سربېره موږ د دې شاهدان یو چې خلک د زده کړو، کاروبار، ښۀ ژوند … پۀ پار نورو هېوادو ته مخه کوي، کۀ دا کار د هغوی لپاره هر څومره ګټور وي خو بیا هم پۀ مورنۍ ژبه خپله اغېزه لري؛ او مورنۍ ژبه بُحران سره مخ کوي، ولې؟
ځکه چې: پۀ یوۀ مُحیط کې اوسېدل پۀ همغۀ محیط کې ټولو قوانینو ته د تابع کېدو لپاره یو اصل ده!
مانا دا چې د هغۀ مُحیط کلتور، عنعَنات او تر ټولو اړین یې چې ژبه ده خپلوي. نو لازمه ده چې د نوموړو ستونزو سربېره پۀ خپله مورنۍ ژبه خبرې اترې، لیک او لوست وکړي.
بل:
هر ماشوم ته دا حق ورکول څو پۀ خپلې مورنۍ ژبې تعلیم وکړي، چې دا کار د ماشوم د ښې روزنې ترڅنګ د پرځان بساینې تر ټولو عمده دلیل دی!
همدارنګه ویلای شو چې نۀ یواځې ماشومان بلکې پۀ ټوله کې ځوان کهول او مشران هم د مورنۍ ژبې پۀ ویلو، لیکلو او پاللو کې بې درېغه او نۀ ستړې کېدونکې هڅې وکړي؛ چې پۀ دې کار سره به یې د خپلې مورنۍ ژبې د عامَولو تر څنګ لوی او ستر خدمت کړی وي، او زما پۀ آند ددې خدمت د لوړوالي درجه تر بل هر څۀ ښکلې ده.
د مــــــورنۍ ژبې نړیواله ورځ مو نېکمرغه! ♥

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب