Home+امریکا کې له الوتکې څخه د ماشین پُرزې لوېدلي

امریکا کې له الوتکې څخه د ماشین پُرزې لوېدلي

تاند(یکشنبه، د حوت ۳) امریکا کې له بوئينګ الوتکې څخه په هوا کې د ماشین پُرزې غورځیدلې دي.

د بوئینګ ۷۷۷ مسافر وړونکې الوتکې ماشین وروسته له هغې اور واخیست، چې د امریکا د کولورادو ایالت د ډینور له هوايي ډګر څخه پورته شوه او د ماشین یو شمېر پُرزې یې په یوه استوګنیزه سیمه کې د خلکو پر کورونو راوغورځېدې.

په دغه الوتکه کې ۲۳۱ مسافر او ۱۰ تنه د الوتکې خدماتي کسان سپاره وو، چې له کومې ستونزې پرته یې بیرته په هماغه هوايي ډګر کې ناسته وکړه او هیڅ چاته پکې زیان نه دی اوښتی.

د کولورادو ایالات د برومفیلډ ښار اوسیدونکو د الوتکې د ماشین د غورځېدلو برخو او پورزو عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړي دي، چې د ډیرو لپاره په زړه پورې وو.

د فدرال هوایي شرکت اداره (FAA) ویلي، د الوتکې د ښې اړخ ماشین له الوتنې څخه ۳۲۸ دقیقې وروسته ستونزه پیدا کړې وه.

د برومفیلډ ښار پولیسو د سیمې له خلکو غوښتنه کړې، چې د یادې الوتکې د ماشین پُرزې دې نه راټولوي.

په رسنیو کې په خپرو شوو تصویرونو کې لیدل کیږي، چې په یاده پېښه کې یو موټر او د یو کور چت ته زیان رسیدلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...