سه شنبه, اپریل 30, 2024
Home+د لمر ننداره | رحمت پټان

د لمر ننداره | رحمت پټان

په دې شيبه زدکړه کوم، زه اوس لمر ته ګورم، چې لوېږي، د غر سر څخه دغه خوندوره ننداره کوم، خو خپه شم، چې زه ولې یوازې یم؟

ځان سره وایم، کاش هغه څوک هم دلته وای، چې زه ورسره مینه لرم، همدا شان لاس په لاس، غاړه په غاړه، څنګ په څنګ او سترګو په سترګو مو له دغې نندارې څخه خوند او مزه اخیستې وای.

لمر اوس د چا غېږې ته ځان سپاري، سهار بیا نویو هیلو او امیدونو سره راخېږي.
ورځ ختمېږي له شپې سره یوځای کېږي، رڼا کمزورې کېږي د تیارې سره ځان ګډوي، خو زه چا سره یوځای شم؟
هغه چې زه ورسره مینه لرم!

د استاد خبرې رایادې شوې: ــ
موږ ټول مینې ته اړتیا لرو، څو ځله درته ویل شوي، چې مینه درسره لرم!؟
تا څه ورته وویل؟
ته چا سره مینه لرې، تا ورته ووېلې، چې مینه درسره لرم، ته خو په همدې خبره ورېدلی یې.

نه، که تا چېرته چا ته دا سپیڅلې جمله تکرار کړې وای، چې مینه درسره لرم، اوس به ځان ته نه وای.
دنړۍ ټولې نندارې به دې د چا په سترګو کې کولې، د چا وریښمن وجود به دې احساس کاو.

یوازېتوب د نشې څخه خطرناک دی، دا دې مرګ ته ورنږدې کوي، د ژوند خوندونه درڅخه اخلي، ژوند درته بې مانا کوي، په اروایي ناروغۍ مو اخته کوي.
هله ژر کړئ، دا حالت بیا نه راځی. مینه پیدا کړئ، د مینې په لټون پسې وګرځئ، ژوند څخه خوند واخلئ. ور سره په ګډه د لمر ننداره وکړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب