پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهسرمنشي په نړیوالو ږغ وکړ چې افغانستان له ناورینه وژغوري

سرمنشي په نړیوالو ږغ وکړ چې افغانستان له ناورینه وژغوري

تاند(چهارشنبه، د سنبلې ۱۰) د ملګروملتونو سرمنشي د نړۍ پر مشرانو ږغ وکړ چې له افغانستان سره، چې د بشري ناورین په درشل کې دی، مرسته وکړي.

انتونیو ګوتېرېش پرون د اګست په ۳۱مه له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو په ورځ په یو بیان کې وویل «زه د ملګروملتو له ټولو غړیو هیوادونو غواړم چې په دې سختو شېبو کې له افغانانو سره مرسته وکړي.»

ده دا هم ویلي چې د افغانستان نژدې نیمايي وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

 ګوتېرېش زیاته کړه افغانان له دې ګواښ سره لاس ګرېوان دي چې ښايي د عوامو لپاره اساسي خدمات په ټپه ودرېږي.

د سرمنشي په وینا د افغانستان اتلس میلیون وګړي د پایښت لپاره بشري مرستو ته اړ دي، په هرو دریو کسانو کې یو نه پوهېږي چې د بل وخت خواړه به له کومه کوي او دا چې تر پنځو کلونو د کم عمر لرونکو ټولو ماشومانو نیمايي په راروان یو کال کې له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ دي.

انتونیو ګوتېرېش ویلي چې له افغانانو سره د مرستو دا غوښتنه د دې لپاره هم کوي چې دا هیواد له اقتصادي بحران سره مخامخ دی او د افغانستان اساسي خدمات د پاشل کېدو له خطر سرذه مخامخ دي.

سرمنشي په افغانستان کې د وچکالۍ یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې د وچکالۍ تر څنګ ژمی هم راروان دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب