جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهطالبان وايي، د پنجشېر شوتل ولسوالي یې نیولې/ شېبه په شېبه

طالبان وايي، د پنجشېر شوتل ولسوالي یې نیولې/ شېبه په شېبه

تاند(چهارشنبه، د سنبلې ۱۰) طالبان وايي د ګلبهار له لوري یې هم پرمختګ کړی، د شوتل غره په ساحه کې یې د خپلو مخالفانو دفاعي کرښه ماته کړې او پنجشېر کې د شوتل ولسوالي نیولې ده.

خو مقاومت کوونکي وايي چې طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

مقاومت کوونکي وايي چې شوتل ولسوالي یې له لاسه نه ده ورکړې خو هغوی د خاواک کوتل له لاسه ورکول تاییدوي.

طالبان وايي د پنجشېر د خاواک کوتل یې نیولی

د طالبانو ویندوی او د اطلاعاتو او کلتور سرپرست ذبیح الله مجاهد وايي چې طالبانو له څو خواوو پر پنجشېر حملې بیل کړي او په لړ کې یې پرمختګ ته دوام ورکوي.

د مجاهد په وینا طالبان د بغلان ولایت له لوري د پنجشېر لور ته په پرمختګ کې د خاواک ستراتیژیک کوتل نیولی دی.

له بلې خوا د طالبانو یوه بل چارواکي امیرخان متقي ویلي چې خبرو نتیجحه نه ده ورکړې.

متقي د پنجشېر خلکو ته په پیغام کې ویلي، د افغانستان ټول ولایتونه حتي کابل بې جګړې دوی ته وسپارل شو، پنجشېر هم باید مقاومت ونه کړي.

متقي د پنجشېر پر خلکو ږغ کړي چې مقاومت کوونکو ته قناعت ورکړي چې جګړه ونه کړي او په سوله ییز ډول پنجشېر وسپاري.

د پنجشېر درې په خوله کې د طالبانو او مقاومت کوونکو ترمنځ جګړه روانه ده

په پنجشېر کې د طالبانو پر ضد جنګېدونکي وسله وال وايي چې د دوی او طالبانو ترمنځ د پنجشېر درې په خوله کې شدیده جګړه پیل شوې ده.

دوی وايي، همدا شېبه (د خبر د خپرطدو شېبه) په ګلبهار او د جبل السراج د غرنو په لمنو کې جګړه روانه ده.

د مقاومت کوونکو یوې سرچینې تاند ته وویل چې نښته د سهار په شاوخوا لس نیمې بجې پیل شوې.

طالبانو تراوسه پورې د دې جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې د دوشنبې په ورځ هم مقاومت کوونکو ویلي وو چې پر پنجشېر درې یې د طالبانو حملې په شا تمبولي دي خو طالبانو هغه مهال وویل چې دوی تراوسه پورې پر پنجشېر برید نه دی کړی.

د مقاومت کوونکو یوې سرچینې د دوشنبې په ورځ د ټېلفون له لارې د روسیې تاس خبري اژانس ته وویل «طالبانو هڅه وکړه د لوېدیځو پوستو له لورې له اندراب څخه (بعلان) پنجشېر ته ننوځي، خو د دوی حمله په شا وتمبول شوه. طالبانو ته مرګ ژوبلې واوښتې، څو کسان یې ژوندي ونیول شول. اوس په سیمه کې جګړه پای ته رسېدلې او وضعیت ارام دی.»

طالبانو په پنجشېر کې ټول مخابراتي سیستم پرچاو کړی چې له کبله یې اوس په پنجشېر کې نه انترنیټ کار کوي او نه هم موبایل ټېلفون.

په پنجشېر کې نښتې وروسته له دې کېږي چې دوې ورځې وړاندې طالبانو او د مسعود د استازو ترمنځ په چاریکار کې پرېکړه وشوه چې د دوو خواوو ترمنځ د خبرو د نتیجې تر معلومېدو پورې به پر یو بل حمله نه کوي.

تر دې وړاندې تېره اوونۍ د مسعود پلویانو د بغلان درې ولسوالۍ د لنډ وخت لپاره له طالبانو ونیولې خو طالبانو ډېر ژر د مسعود پلویان په شا وتمبول او پنجشېر یې له څو خواوو محاصره کړ.

1 COMMENT

  1. طالبان باید نور دخبرو لار بنده کړی او په زور باید پنچرمین ونیسی او دومره یی ووهی چی کړوسیان یی هم په یاد ولری دا خلک یاغی او باغی دی دوی دافغانستان پر سرنوشت لوبی وکړی نور یی دختمیدو همدا وخت دی
    طالبانو خبری بندی کړی نور دافغانستان مظلوم ولس ددی جاسوسانو دلاسه په وینو کی ډوب دی نور یی ختم کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب