Homeخبرونهد پاکستان پوځ وايي د داعش ۱۱ غړي یې وژلي

د پاکستان پوځ وايي د داعش ۱۱ غړي یې وژلي

تاند(چهارشنبه، د سنبلې ۱۱۰) د پاکستان پوځ ادعا کوي چې په بلوچستان ایالت کې یې د اسلامي دولت یا داعش ۱۱ وسله وال وژلي دي.

د پاکستان د پوځ په وینا دا کسان پرون / سې شنبه/ د بلوچستان په مستونګ کې د داعش پر پناهځای د د پوځ د تروریستي ضد ځواک په برید په ترڅ کې ووژل شول.

په وروستیو کې په دې سیمه کې د پاکستان دوه پولیس وژل شوي وو.

پوځ وايي چې په پرونیو عملیاتو کې څو انتحاري واسکټونه، لاسي بمونه او یوه اندازې وسلې او مهمات لاس ته ورغلي دي.

د پاکستان پوځ د وژل شویو کسانو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي او د هغو هویت یې هم نه دی څرګند کړی.

پاکستان تر دې وړاندې په بلوچستان کې د داعش د فعالیت په اړه څه نه و ویلي. تر دې پخوا په بلوچستان کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د اکثرو حملو مسوولییت د پاکستاني طالبانو یا بلوڅ ازادي غوښتونکو مانه.

په بلوچستان کې، چې د طبیعي زېرمو له نظره د پاکستان تر ټولو شتمن ایالت دی، بلوڅ بیلتون غوښتونکي ډېر فعال دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...