سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهد امریکا په کالیفورنیا او لویزیانا کې د سختو توفانونو دوام

د امریکا په کالیفورنیا او لویزیانا کې د سختو توفانونو دوام

تاند ( چهارشنبه، د سنبلې ۱۰) د امریکا په کالیفورنیا ایالت کې په ځینو برخو کې اور لګېدلی، چې له امله یې زرګونه کسان له کورونو ویستلو ته اړ کړل شوي دي.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې شاوخوا یوه اونۍ کېږي،چې د کالیفورنیا په ځينو برخو په تېره په لیک تاهو سواحلو کې اور لګېدلی او ورځ تر بلې پراخېږي.

امریکایي حکومت وایي چې دا یوه سیاحتي سیمه ده او زرګونه سیلانیان دې ته اړ شوي، چې خپل سفرونه لغوه او یا هم له دې ځایه بېځایه شي.

د کالیفورنیا ایالتي حکومت بیا شاوخوا ۲۰ زره کسانو ته امر کړی چې له خپلو کورونو ووځي.

راپورونه وایي چې اور تر دې دمه ۷۷ هکتاره ځنګل سوزولی دی.

سرچینه زیاتوي، چې شاوخوا ۳۵۰۰ د اور وژنې کارکوونکي د اور پر کنټرول بوخت دي، خو یوازې ۱۳ سلنه اور کنټرول شوی دی.

دغه راز د امریکا په لویزیانا کې د آیدا توپان هم په پوره شدت سره روان دی.

د وروستیو معلوماتو له مخې زرګونه کسان له خپلو مېنو بېځایه شوي او د یاد ایالت په ډېری برخو کې برېښنا پرې شوې، اوبه کورونو ته اوښتې دي، ودانۍ د باد د شدت له امله ویجاړې شوې دي.

حکومت لا هم له هغو سیمو د خلکو تخلیې ته ادامه ورکوي چې له خطر سره مخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب