Homeخبرونهامریکا، بریتانیا او جرمني د افغانستان پر جګړه څومره لګښت کړی؟

امریکا، بریتانیا او جرمني د افغانستان پر جګړه څومره لګښت کړی؟

تاند(چهارشنبه، د سنبلې ۱۰) د افغانستان شل کلنه جګړه امریکا او متحدانو ته یې په څو تمامه شوه؟

د رسمي شمېرو پر اساس امریکا د ۲۰۰۱ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ ۸۲۲ ملیارد ډالره د افغانستان په جګړه کې لګولي دي.

په دې پیسو کې هغه نه دي شاملې چې امریکا د افغانستان د عملیاتو په خاطر پاکستان ته ورکړي یا یې هلته لګولي دي.

بریتانیا او جرمني تر امریکا وروسته تر نورو هیوادونو د افغانستان په جګړه کې ډېر مصرف کړی دی ځکه چې د سرتېرو شمېر یې تر نورو هیوادونو ډېر و.

بریتانیا نژدې ۳۰ ملیارد ډالره او جرمني ۱۹ ملیارد ډالره لګولي دي.

دا پیسې له هغو جلا دي چې د افغانستان د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو یا د افغانستان د بیارغونې په چارو لګول شوي دي.

ځینې امریکايي چارواکي وايي، د افغانستان په شل کلنه جګړه کې د امریکا ټول لګښت ۲ تریلیون ډالرو ته رسېږي ځکه چې امریکا د زرګونو ټپیانو او د جګړې له کبله د روحي ناروغانو په درملنه باید ډېر کلونه لګښت وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...