سه شنبه, مې 21, 2024
Home+هګۍ- چرګه، چرګه - هګۍ / ژباړن: ب. اندړ

هګۍ- چرګه، چرګه – هګۍ / ژباړن: ب. اندړ

موږ عوام کله چې وایو چرګه نو هګۍ را په یاد شی او کله چې وایو هګۍ نو چرګه را په یاد شي او ډاکتران کله چې د چرګې یا هګۍ نوم واوري نو د واره د سالمانیله مکروب ور په یاد شی.

کله چې موږ نوي زلمیان وو له سپورت څخه وروسته به مو اومه هګۍ څښله او خوشحاله به وو چې کافي انرژۍ مو اخیستې، او دا یقین مې هغه وخت لا پسې زیات شو کله چې یوه ورځ د یوه یوناني ډاکتر سره ناست وم او یوه کس د خپل جنسي یا شهواني ضعف په اړه ترې مرسته غوښته او یوناني ډاکتر ورته د نیم خامې هګۍ توصیه وکړه. مګر ډاکتران بیا بل څه واییـ روسي پروفیسوران ایلینه مالیشووه او اندرې پردیوس د کورنۍ چرګې اومې هګۍ خوړل خطرناک بولي ان د مرګ تر سرحده پورې.

پروفیسور پردیوس وایی ـ چرګه انسانی ساری ناروغی لری چی سالمینالوز نومیږی چی د اسهالاتو سبب ګرځی چی په ۱۸ او ۱۹ پیړی کی د ډیرو اسانانو د مرګ علت وو.

په چرګه کی د سالمینیله مکروب ژوند کوی چی د چرګی د اومی غوښی اواومی هګی په خوړلو سره د هضمی سیستم له لارې وجود ته داخیلیږی، سالمانیله لکه نور پیتاګینونه له مینځه نه ځی په اسانی سره ځان کولمو ته رسوی هلته تکثر مومی او په کولمو کی اندوتکسین او ایکزوتکسین ترشح کوی. اندوتکسین په وینه کی جذبیږی چی د تبی، ضعف او سر دردی سبب ګرځی، اکزوتکسین دکولمو جدار تخریبوی او دشدیدو اسهالاتو سبب ګرځی.

د کورنۍ چرګې د اومې هګۍ په پوټوکی کې د سالمینیله مکروب وي او د هګۍ له پوټوکي څخه په اسانه تیریږي او د هګۍ په سپین او ژړ کې پاتیږي له همدې کبله ده چې له چرګې راټولې شوې هګۍ باید ماشومانو ته په لاس ورنه کړل شي ځکه ماشوم د عادت له مخې خپلې ناپاکې ګوتې په خوله کې وهي او د ناروغۍ سبب ګرځي. همدا وجه ده چې ډاکتران ټینګار کوي تچې په هیڅ صورت او په هیڅ وخت کې باید اومه هګۍ ونه خوړل شي.

هګۍ ډیره ښه غذا ده خو باید تر هغو واېشول شي چې سپین او ژړ یې ټینګ او کلک شې تر څو د سالمینیله مکروب چې یو مقاوم مکروب دی د حرارت په نتیجه کې له مینځه ولاړ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب