Home+ډنمارکي څېړونکو یو ټاپو کشف کړ

ډنمارکي څېړونکو یو ټاپو کشف کړ

تاند- ډنمارکي څېړونکي بریالي شوي چې د خپل هیواد د شمال د سمندر په یوه لېرې سیمه کې یو ټاپو کشف کړي.

دا ټاپو صرف ۳۰ متره پلنوالی او ۶۰ متره اوږدوالی لري او تر اوسه پرې نوم نه دی اېښودل شوی.

د ډنمارکي څېړونکو په وینا، دا ټاپو د ډنمارک له اصلي خاورې د نورو ډنمارکي ټاپوګانو په پرتله تر ټولو لېرې دی خو په نسبي ډول ګرینلنډ ته، چې د ډنمارک تر ټولو ستر ټاپو دی، نژدې دی.

څېړونکو تر دې مخکې د دې لپاره چې دا تازه کشف شوی ټاپو ډېر کوچنی دی، هغه یې نه و لیدلی.

دا ټاپو د سمندر له اوبو یوازې ۴ متره لوړ دی او ډېره برخه یې جبه، چکړې او شګلنه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...