دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+په تورو لارو د تول ارزښت| یونس تنویر

په تورو لارو د تول ارزښت| یونس تنویر

     څه موده وړاندې د ټولګټو وزیر انجینر نجیب الله یمین د لویو لارو د تلو ټول کارکوونکي د فساد او ناغیړۍ په تور له دندې ګوښه او ځینې یې عدلي او قضایي ارګانونو ته د څیړنې لپاره ور وپېژندل.

     یوه اړینه مسله داده، چې تلې د سړکونو په ساتلو او مراقبت کې مهم رول لري. په سړکونو ډېرۍ داسې لارۍ او درانه وسایط تګ او راتګ کوي، چې وزن ته یې نه کتل کیږي. زموږ د لویو لارو د تلو مسولینو د خپلې بې کفایتۍ له مخې د دوي په تللو کې له رشوت څخه کار اخیسته. همدا وجه وه، چې د لویو لارو سړکونه د زیات بار له وجهې خراب شول.

      د تلو مسولینو، ددغو درانه موټرونو وزن ته هیڅ توجو نه کوله او یوازې په یو څو روپیو به یې  د ډرایور سره معامله وکړه او هیڅ به یې دغې ټولګټې پروژې خیال نه ساته. دوی په دې کیسه کې نه ول، چې دراندې لارۍ څومره سړک ته تاوان رسوي؟

    په سړکونو د جغل، تیږو، ریګ او نورو موادو څخه ډک موټرونه بغیر د کوم قانوني جواز او کتنې له مخې پرې تګ او راتګ کاوه. زموږ د سړکونو د زر خرابیدو یوه وجه همدا وه، چې بار وړونکي موټرونه، نه کنټرول کیدل. یانې د زیاتو باروړنکو موټرونو کنټرول د پولیسو کار نه دی، چې دوی وزن کنټرول کړي؛ بلکې دا کنټرول د تلو منسبیونو دي، چې دوی د قانون له مخې بار وړونکو موټرو ته اصولي پارچې ورکړي.

      د ټولګټو وزیر، چې یو انجینر او په کار پوه سړی دي، نو د تلو مسولین یې و ارزول او د دوی ناداني او ناغړي یې درک کړه او له دندو یې ګوښه کړه. پلان یې دا دی، چې د تلو څخه د پیسو ټولول باید په یوه اصلاحي میکانیزم وشي. او مسولیت یې دا دی، چې وزایران اړ دي، له خپلو کارکونکو او همکارانو څخه لیدنه او ارزونه وکړي، ځکه چې یو وزارت د ټول ملت په وړاندې مسول دی. او د وزارت مسول وزیر دی او بایده دي، چې وزارتونه په خپلو چارو کې ملت ته پاتې رانه شي. د ملت د ګټو تضمین دیکتاتوري نه، بلکې د یوه ښه مدیریت اړتیا ده، نو جناب وزیر صیب اړ و، چې تلې یې له فساد او ناغیړۍ ژغورلې وای. یانې د هغه مامور پرو وړاندې، چې د پیسو په مقابل کې یې د زیات حجم موټرو ته پر سړکه د تګ اجازه ورکوله او دې کار سړک ته له اوبو هم زیات تاوان رساوه، نو د هغه ضمیر د توهین او اذیت وړ و. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب