سه شنبه, مې 14, 2024
Home+نوې ټکنالوژي؛ د وړانګې په ذریعه شیان له سترګو پناه کوي

نوې ټکنالوژي؛ د وړانګې په ذریعه شیان له سترګو پناه کوي

تاند- یو شمېر ساینسپوهان دې ته نژدې شوي چې یو ډول ځانګړې وړانګه یا نور کشف کړي چې په وسیله یې نور شیان د خلکو له سترګو پناه کېدای شي.

د اتریش د (TU Wien) او د هالنډ د اوتریښت پوهنتونونو څېړونکي وايي، داسې یوه لار یې موندلې چې رڼا یا وړانګه له شیانو په مستقیم ډول تېره کړي او هغه (شیان) د انسان له سترګو او کمرې پناه کړي.

د (Nature Photonics) مجلې او د ویانا پوهنتون د راپور له مخې، دوی وايي، که څه هم تراوسه پورې یې د دې ټکنالوژۍ د ازمېښت لپاره پراخ امکانات نه دي موندلي، خو یو لړ ګامونه یې دې لور ته اخیستي دي.

څېړونکو له دېرشو کلونو راهیسې د شیانو د نامريي کېدو یا په سترګو نه لیدل کېدو لپاره څېړنې پیل کړي دي. دوی هڅه کوي د وړانګې د کږولو یا د یوه شي په شاوخوا کې د وړانګې د تیتولو لپاره لاره ومومي او په دې توګه شی پټ کړي.

خو د هالنډ او اتریش د پوهنتونو د څېړونکو نوې روده (طریقه) په دې برخه کې له مخکینیو هغو سره یو څه توپیر لري.

د دې څېړنې د پلاوي مشر سټېفن روتر (Prof. Stefan Rotter) وايي «په دې څېړنه کې څه نا څه پرمختګ موږ هڅولي یوو. حقیقت دا دی چې که په اوسني ډول پر مخ لاړ شو، هغه وخت لېرې نه دی چې یو شی به د وړانګې په وسیله د خلکو له سترګو پناه کړای شو.»

دوی وايي چې له دې ټکنالوژۍ څخه په طبابت کې ډېره ګټه اخیستل کېدای شي خو وايي چې د وینې د جریان لپاره ترې په اسانه کار نه شي اخیستل کېدای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب