Homeخبرونهولسمشر غني کندهار ته ورسېد

ولسمشر غني کندهار ته ورسېد

تاند (پنجشنبه د ثور ۲) ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړپوړي پلاوي په ملتیا کندهار ولایت ته ورسېد.

ارګ نن پنجشنبه/د ثور ۲/ په یوه بیان کې کندهار د ولسمشر د سفر موخه د دې ولایت د عمومي وضعیت ارزول بللي.

په بیان کې راغلي چې نوموړی به په دې سفر کې په کندهار کې د مهمند روغتون پرانیستې ترڅنګ د یاد روغتون مسؤلینو، د ارغنداب ولسوالۍ زيانمنو شويو کورنیو، د دې ولايت مشرانو، متنفذینو، ملکي او نظامي مسؤلینو او د خصوصي سکتور استازو سره جلا جلا ليدنې هم ولري.

کندهار کې د مهمند روغتون ودانۍ

همدا راز نوموړی به یوې پراخې ولسي غونډې ته وینا هم وکړي.

ولسمشر غني په داسې مهال کندهار ولایت ته په سفر تللی چې تېره شپه د کندهار په هوایي ډګر څو توغندي لږېدلي، خو د تلفاتو په اړه یې معلومات نه دي ورکړل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...