پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeکلتورسینماد سلمان خان نوی فلم رادهی؛ د نندارې تاریخ یې اعلان کړ

د سلمان خان نوی فلم رادهی؛ د نندارې تاریخ یې اعلان کړ

تاند ( پنجشنبه، د ثور ۲ ) سلمان خان له اوږده ځند وروسته د خپل نوي فلم رادهی د بشپړېدو خبر ورکړ.

د هغه دا فلم چې له ډېر وخته یې پرې کار کاوه ګڼ مینووال یې ورته په انتظار وو.

سلمان خان تازه د دې فلم د بشپړېدو خبر ورکړی او ویلي یې دې چې تر را روان کوچني اختره به یې مینوال هم له لېدو برخمن شي.

خان په خپل استاګرام پاڼه لیکلي چې د راروان کوچني اختر په لومړۍ ورځ به یې دا فلم نندارې ته وړاندې شي.

خان تر دې وړاندې هم د دې فلم په اړه ویلي و، چې د اختر په ورځ به په هغه صورت کې فلم نندارې ته وړاندې شي چې په وینا یې د کورونا ګواښ کم شي.

که څه هم دغه هېواد کې لا هم د کورونا ګواښ نه دی کم شوی خو خان زیاته کړې چې فلم يې حتما د مۍ په ۱۳مه نېټه خپرېږي.

په دې فلم کې د سلمان خان سره مشهورې اداکارې دیشا پټاني، رندیپ هوډا او جیکي شروف هم کار کړی چې لومړی ټریلر به يې د اپریل په ۲۲مه نېټه خپور شي.

د سلمان خان د رادهی فلم ثبت له کورونا مخکې پیل شوی و، خو وروسته د کورونا له امله وځنډېد چې په ګرځبندېز کې د یو څه نرمښت وروسته سلمان خان د دې فلم پاتې کارونه بشپړ کړل.

دا په داسې حال کې ده چې سلمان خان په کال کې یو یا دوه فلمونه بازار ته وړاندې کوي او تر ډېره یې دا ډول فلمونه د کوچني او لوی اختر په ورځو کې نندارې ته وړاندې کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب