پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+آی پي اېل: ۱۴ لوبه حیدر آباد او ۱۵مه چینای وګټله

آی پي اېل: ۱۴ لوبه حیدر آباد او ۱۵مه چینای وګټله

تاند ( پنج شنبه، د ثور ۲) د هند په سوداګریزو لوبو کې ۱۴ مه لوبه د راشد اړوند سنرایزر حیدرآباد و ګټله او ۱۵ مه بیا چینای سوپرکېنګز لوبډلې وګټله.

څوارلسمه لوبه:

د ای پي ایل ۱۴مه لوبه د سنرایزرز حېدراباد او پنجاب کېنګز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

پنجاب کېنګز پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه يې وکړه.

یادې لوبډلې په شلم اور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۲۰ کمې منډې یې وکړې.

خلیل احمد ۳ شرما ۲ او راشدخان بیا ۱ لوبغاړي وسوځول.

د سنرایزرز حېدراباد لوبډلې ټاکل شوی هدف د یوه لوبغاړي په سوځېدو په ۱۹ ام اور کې پوره کړ او لوبه یې د ۹ لوبغاړو په توپير وګټله.

جوني بیریسټو ۶۳ ناسوځېدلې، ډیویډ وارنر ۳۷ او کین ویلیمس ۱۶ ناسوځېدلې منډې وکړې.

پينځلسمه لوبه:

۱۵مه لوبه د چینای سوپر کېنګز او کلکته نایټ رایډرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

پچه کلکتې وګټله او چینای ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

چینای سوپر کنګز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۰ منډې وکړې.

ډوپلیسي په ۶۰ توپونو ۹۵ ناسوځېدلې، ګایکواړ ۶۴ او معین علي ۲۵ منډې وکړې.

کلکته نایټ رایډرز لوبډله ونه توانېده چې ټاکل شوی هدف پوره کړي.

یادې لوبډلې په شلم اور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او یواځې یې  ۲۰۲ منډې وکړې.

پاټ کومنز ۶۶ ناسوځېدلې، انډري رسل ۵۴ او دینیش کارتیک ۴۰ منډې وکړې.

 د چینای لپاره ديپک چاهار ۴ لوبغاړي او نګیدي ۳ لوبغاړي وسوځول.

چینای لوبډلې په دې لوبې سره د جدول لومړی ځای خپل کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب