سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهغور کې وسله والو درې محصلین وژلي دي

غور کې وسله والو درې محصلین وژلي دي

تاند (یکشنبه د ثور ۲) د غور ولایتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې وسله والو څلور مسافر په ډزو وژلي دي.

د غور والي عبدالظاهر فیض زاده ویلي چې دغه پېښه تېره ورځ مازیګر مهال د کابل-غور پر لاره په دولت یار ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي په خبره چې څلور مسافر د وسله والو لوري له موټر راښکته شوي او په ډزو وژل شوي دي.

هغه زیاته کړې، په وژل شویو کسانو کې درې هغه یې محصلین او یو ملکي حکومتي کارکوونکی و.

که څه هم عبدالظاهر فیض زاده د پېښې پړه په وسله والو طالبانو ور اچولې، خو دغې ډلې تر دا مهال په دې هکله کوم څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب