پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeروغتیاد روژې د مبارکې میاشتې په اړه د روغتیا نړیوال سازمان لارښوونې

د روژې د مبارکې میاشتې په اړه د روغتیا نړیوال سازمان لارښوونې

تاند ( پنجشنبه، د ثور ۲)  د روژې مبارکې میاشتې په اړه د روغتیا نړیوال سازمان هم مسلمانانو ته د دې مبارکې میاشتې د مبارکۍ تر څنګ ځېنې لارښوونې وړاندې کړې دي.

د دغه نړيوال سازمان د  ختيځې مديترانه يې سيمې مدير، په يوه بيانيه کې روژه لروونکو ته د روژې مبارکې مياشتې په اړه ویلي

۱- لکه څرنګه چې دا مياشت د عبادت او عبوديت مياشت ده، د بېوزله وګړو لپاره د کورونا واکسين وپېرئ او پر دوى يې توزيع کړئ.

۲- کولاى شئ پر بېوزلو د خوړو ويشلو او نذر پر وخت د کنسرو شويو خواړو کار واخلئ.

۳- د ټوليزو مراسمو د ترسره کولو په صورت کې، بايد له ازادې فضا څخه استفاده وشي.

۴- حتما د مراسمو په لړ له طبي ماسکونو څخه ګټه واخلٸ.

۵- په روژه ماتې کې د قوي خواړو څخه کار واخلٸ او هڅه وکړٸ چې اوبه ډېرې وڅښٸ او د دخانياتو له مصرف ډډه وکړٸ.

۶- که ممکنه وي د دې مياشتې رواجونه پرېږدئ، او غوره ده د ټولنيزو شبکو له لارې له ملګرو او خپلوانو سره اړيکه ټينګه ونیسئ.

دا په داسې حال کې ده چې په ځينو اسلامي هېوادونو لکه مصر، لبنان، يمن، تونس، د عراق اهل سنت، عربستان او افغانستان کې د سه شنبې په ورځ یعنې د حمل په ۲۴ روژه پيل شوې ده.

د روغتيا نړيوال سازمان هم د تېر کال په څېر د دې مياشتې په درناوي د کورونا وبا پر مهال، روژه لرونکو ته خپلې لارښوونې وړاندې کړې دي.

دغه سازمان له ټولو خلکو غوښتي څو د روژې مبارکې میاشتې سره سم د کورونا وبا سره د مبارزې په موخه طبي لارښوونې په پام کې ونیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب