جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهکابل کې د ایران پراخ فرهنګي تبلیغات؛ د « قدس» ورځې لسګونه...

کابل کې د ایران پراخ فرهنګي تبلیغات؛ د « قدس» ورځې لسګونه بیل بورډونه یې لګولي

تاند:( چار شنبه، د حمل ۹ )  د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د ایران د فرهنګي تبلیغاتو په دوام، د دغه هېواد نفوذي ډلو له فلسطینیانو د ایران له لوري فلسطینیانو سره د یووالي د ورځې په نوم د نومول شوې« قدس» ورځې لسګونه بیل بورډونه لګول شوي.

ایران له ډېر پخوا د روژې میاشتې وروستۍجمعې ورځ په دغه نوم نمانځي، چې موخه یې ظاهراً د مذهب په اساس له فلسطین څخه ملاتړ دی، خو شنونکي یې اصلي هدف په اسلامي هېوادونو کې د خپل سیاسي اغېز څرګندول دي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، چې  ایران هم پکې د دې ډلې له مهمو ملاتړ کوونکو ګڼل کیږي، په افغانستان کې د  دغه هېواد ورته هڅې زیاتې شوي دي.

دغه هېواد د جمهوري نظام پر مهال هم ورته فعالیتونه لرل، خو د طالبانو په بیا واکمنیدو یې فعالیتونو ته شدت ورکړی، چې طالبان یې له امله د خلکو تر نیوکو لاندې دي.

څارونکي ورته فعالیتونه پارونکي بولي او وایي، چې ایران سره د نورو مخالفو هېوادونو لکه: سعودي عربستان او نورو په مزاج برابر نه دي.

طالبان، چې د بې طرفه سیاست ادعاوې کوي، په کابل کې د ایران دغو فعالیتونو  او په نورو ولایتونو کې د دغه هېواد د سیاسي او استخباراتي څېرو د یاد غونډو او تبلیغاتي مناسبتونو د زیاتیدو دلیل نه دی روښانه کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب