Homeخبرونهمولوي کبیر د کابل ته ستنو شویو سیاسي څېرو د ژوند نه...

مولوي کبیر د کابل ته ستنو شویو سیاسي څېرو د ژوند نه « ډاډمن والی» تایید کړ

تاند:( چار شنبه، د حمل ۹ )  د طالبانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او له افغان شخصیتونو سره د  دوی د تماس کمېسیون نن په خپله ناسته کې د راستنو شویو افغان شخصیتونو پر ستونزو خبرې کړي.

د کمیسیون د غونډې په حواله خپور شوی راپور وایي، چې په غونډه کې د دغو شخصتیونو د ستونزو پر حل، هغوی ته د ډاډمن  ژوند او چاپیریال پر چمتو کولو او نورو اړوندو مسایلو بحث وشو.

طالبانو د دغو افغان شخصیتونو ستونزې او په خاص ډول د ژوند د نه « ډاډمن والي» موضوع نه ده روښانه کړې.

د طالبانو دغه کمیسیون، چې هېواد ته د زیاتو بهر ته تللو افغان مطرحو څېرو د ستنولو په نیت جوړ شوی و، تراوسه یې ایله د شاوخوا ۵سوو تنو په ستنولو د بریالي کیدو خبر ورکړی.

طالبانو په دغو کسانو کې د مدني فعالانو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ټیټ پوړو مسوولینو په کچه خلک هم یاد کړي.

د دې ترڅنګ په محدوده  کچه یو شمېر مطرح سیاستوال او پخواني چارواکي هم د طالبانو په ډاډ هېواد ته ستانه شوي وو، چې ویل کیږي یا بیرته په وتو بریالي شوي او یا د طالبانو د ورکړو ژمنو د نه عملي کیدو له امله ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...