جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهملا حسن اخوند د جوماتونو د جوړولو امر کړی

ملا حسن اخوند د جوماتونو د جوړولو امر کړی

تاند:(چار شنبه، د حمل ۹ )  د طالبانو د رژیم رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د خپلې کابينې غونډه کې ټولګټو وزارت ته دنده سپارلې چې د لويو لارو په اوږدو کې، په هرو سلو کيلومترو کې يو مسجد چې د نارينه او ښځينه‌وو لپاره بېل ځايونه او ټول ملحقات ولري، جوړ او ساتنه يې وکړي.

نوموړي ویلي، چې د دې تر څنګ دې د لويو لارو پر سر د تېلو د ټانکونو مالکان له خپلو ټانکونو سره جوماتونو جوړولو ته وهڅوي.

همدارنګه کابل ښار کې د نويو مسجدونو د جوړولو په موخه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مرستيال په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې مناسب ځايونه مشخص او څېړنه دې د کابينې له غونډې سره شريکه کړي.

د ملا حسن اخوند دفتر وایي، چې په دې غونډه کې له ۱۳۸۱ څخه د ۱۳۸۹مالي کال تر پايه د ملکيتونو د مالکينو د کرايو په برخه کې د مالياتي باقيدارۍ معافيت اړوند د ماليې وزارت وړانديز هم تصويب شو.

 سرچینه زیاتوي، چې د کابينې دې غونډه کې د کورنيو چارو او ملي دفاع وزارتونو او د استخباراتو لوی رياست ته دنده وسپارل شوه، چې ملکي او نظامي ارګانونو ته د زرهي وسايطو او وسلو ګرځولو د جواز د ورکړې په اړه بحث وکړي او د تصميم لپاره دې د کابينې غونډې ته وړاندې کړي.

همدارنګه د بې اسنادو نقليه وسايطو په اړه د ګمارل شوي پلاوي طرحه او د ارزګان په چنارتو ولسوالۍ پورې د ځينو سيمو اړوند کولو په موخه د پلاوي نظر تائيد شول.

د طالبانو کابينې د خوړو او درملو ملي ادارې ته دنده وسپارله ،چې د بې کيفيته، غير معياري او په قاچاقي لارو د درملو واردولو د مخنيوي اړوند ځانګړی وړانديز برابر او رياست الوزراء ته وړاندې کړي، د دې تر څنګ اقتصادي کمېسيون بايد له يادې ادارې سره په همغږۍ د درملو د بېلټي کولو موضوع په خپلو کاري لومړيتوبونو کې ونيسي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان د خلکو او منتقدینو له لوري په شدت سره د حکومتولۍ په نه ظرفیت لرلو او د لومړیتوبونو په نه پېژندلو تورنیږي.

په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر افغانانو لیکلي، چې افغانستان هیچرته د جوماتونو کمی نه لري، خو په هر جومات کې یې اکثریت لمونځ کوونکي په خیټو ماړه نه دي، کار نه لري، له لوڼو او مېرمنو یې د زده کړو او کار حق اخیستل شوی او اقتصادي او بشري ناورین په اوج کې دی.

د دوی په وینا، طالبان په داسې مسایلو بوخت دي، چې ناورینونه نور هم تشدیدوي او د افغانستان د لا بدبخته کیدو ملامتي ور له غاړې کیږي.

طالبان بیا د خپلو پریکړو ننګه کوي او ادعا لري، چې په افغانستان کې« سوچه اسلامي او شرعي نظام» حاکموي.

4 COMMENTS

  1. چی دا مساجد به د پیرانو او خلیفه ګانو په کرامات ودان سی او که د ” دنیوی ” علم د مسلکیانو په علمی او اکاډمیک تلاښ او هڅه؟

  2. هر سل کیلومتره وروسته تم زای د سه لپاره د انجینری د ترانسپورت د کوم تحقیق پر اساس؟ دا یو مسلکی سروی ته ضرورت لری هسی په تخمین نه کیژی

  3. د جوماتونو جوړول ښه خبره ده، خو په دې شرط چې د ولس نور حقوق ورسره هدر نه شي.
    دا انصاف نه دی چې جومات جوړوې، خو له نجونو د زده کړې او له مېرمنو د کار حق اخلي او هم يې حکومت له يوې څلمې ملايان، نو دا نور خلک لکه چې د ژوند حق هډو نه لري. له جوماتونو جوړونې به يې د زده کړې حق ورکول اولويت ولري.
    ملا حسن هغه څېره ده چې ده سوګند خوړلی ترڅو چې زه ژوندی يم، نو نجونې به راڅځه د زده کړې حق او د ښوونځيو پرانېستل ونه ويني. دی د علم هغه سرسخته دښمن دی چې بل ترې نشته.

  4. څرنګه دا مسجدونه په چا جوړوی ایا پخپله دې پخڅی وهی او چړیان دی د خلکو دروازو تر شاه او دی خیرات په ډوډی ساتی که دا دی کوم اساسی ماستر پلان سره مخ ته ځې فکر نکوم چی تاسو نور په مسجدونو کی خوب وکړی او دی خلکو په ډوډی ځان موړ کړې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب